افغانستان

په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن «بې‌ارزښته» حضور په اړه د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو اجماع

په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه چې په اصل کې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، تل له نیوکو سره مخ وه.

به تازه مورد کې اسوشیتد پرس او د امریکا براون پوهنتون د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور په اړه ګډه نظرپوښتنه خپره کړې ده.

په دې نظر پوښتنه کې راغلي چې ۶۵ سلنه ډیموکراتان او ۶۳ سلنه جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت او فعالیت د شل کلنې جګړې ارزښت نه درلود.

د نظرپوښتنې په یوه برخه کې راغلي: «۶۵ سلنه ډیموکراتان او ۶۳ سلنه جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې د افغانستان ماموریت د شل کاله جنګېدو ارزښت نه درلود.»

ددې ترڅنګ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی هم د نیوکو وړ مورد دی.

افغان مېرمنې وایي، د امریکایي ځواکونو په وتلو او طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره یې تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.

د ښځو د حقونو فعاله ذاکره رسولي وايي: «طالبانو ته د دولت تسلیمولو، افغانانو له ناورین سره مخ کړل او امریکا یې ننداره کوي. افغان مېرمنې نن د طالبانو په بند کې دي او نجونې ښوونځیو ته د تلو حق نه لري، افغان مېرمنې د زده کړو کار او آزادۍ حق نه لري او دا د افغانستان د ښځو او ټولو خلکو په حق کې لویه غمیزه ده.»

له دغو ټولو نیوکو سره سره په تازه مورد کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي په افغانستان کې د القاعدې ځپلو ته په پام سره، امریکا خپلې موخې ته رسېدلې ده.