افغانستان

افغانستان د منځنۍ آسیا هېوادونو او هند د ملي امنیت سلاکارانو د دوهمې ناستې د بحث چورلیز

د هند په ګډون د منځنۍ آسیا هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو دویمه غونډه پرون سه شنبه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوه؛ او د افغانستان مسئله یې مهم چورلیز و.

په دې ناسته کې د هند د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په افغانستان کې د داسې حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه چې د ده په وینا په رښتیني ډول د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته ژمن او هر اړخیز وي.

تاس خبری آژانس هم د دغې غونډې د ګډې اعلامیې له قوله خبر ورکړی چې دواړو لوریو د افغانستان د روان وضعیت او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو د سلاکارانو دویمه یوه ورځنۍ غونډه…

دغه غونډه پرون سه شنبه د قزاقستان په کوربه توب د دغه هېواد په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوه.

یو شمېر هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د هند د ملي امنیت سلاکار په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي اړتیا ده چې په افغانستان کې یوه رښتینی ټولګډونه او د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته ژمن حکومت جوړ شي.

اجیت دوول وايي: «د افغانستان وضعیت لا هم زموږ د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی. زموږ په سمدستي ګډو لومړیتوبونو کې د بشردوستانه مرستو، د ریښتیني ټولګډونه حکومت تضمین، د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو له قاچاق سره مبارزې ته ژمن او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب پکې شامل دي. هند د افغانستان له خلکو سره په بشري مرستو کې پوره ونډه لري.”

تاس خبري اژانس هم د دغې غونډې د وروستۍ اعلامیې له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان مسئله د دغې ناستې مهم چورلیز و.

تاس راپور ورکړی، چې دغو لوریو د سیمې لپاره د افغانستان پر روان وضعیت او پایلو خبرې وکړې، خو په دې اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړل شوي، چې د غونډې برخه والو د افغانستان پر کومو مسایلو بحث کړی.

د تاس خبري آژانس د راپور په یوه برخه کې ویل شوی: «دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت او د سیمې د امنیت او ثبات پر پایلو هم خبرې اترې وکړې.»

د پوهنتون استاد غلام فاروق علیم وايي: «د سیمې او نړۍ ډېری هېوادونه د افغانستان د مسئلې په اړه اندېښمن دي، زما په اند دا غونډه د امنیتي پرمختګونو، د یوه هر اړخیز او ملي حکومت د نه جوړېدو، د نشه یي توکو او وسلو پر قاچاق، په افغانستان کې د هېوادوالو پر محدودیتونو او له افغانستانه پر امنیتي ګواښونه متمرکزه ده.”

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې دا ناسته په سیمه کې له ترهګرۍ او افراط پالنې، د نړیوالو پلان شویو جرمونو او د نشه یي توکو او وسلو له قاچاق سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه جوړه شوې وه.

د دغې غونډې لومړی پړاو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۷ مه د هند په کوربه توب په نوي ډیلي کې ترسره شو. په دې ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او په هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده شوه.

د نړیوالو اړیکو کارپوه فهیم جنت چکري وايي: «پرون د هند په ګډون د منځنۍ آسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا د سلاکارانو غونډه جوړه شوې وه، چې د هند په ګډون د منځنۍ آسیا د هېوادونو ډېرې اندېښنې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دي، چې دوی یې په اړه اندیښنې لري او خپلې دغه اندېښنې په څرګند ډول بیانوي.»

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ظاهراً له افغانستانه د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي، د پاکستان، ایران او تاجکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه له دغه ډول فعالیتونو اندېښمن دي. خو طالبانو په پرله پسې ډول ویلي چې له افغانستانه هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نشته.