افغانستان

د ملګروملتونو کارپوهانو له پاکستانه د افغانانو د ایستلو بهیر د درولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه راپور کې له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام دې لغوه کړي.

د دغو کارپوهانو د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د پاکستان دغه پرېکړه هغو افغانانو ته زیان رسوي چې د بشري حقونو د جدي اندېښنو له امله پاکستان ته تښتېدلي او امنیت یې له خطر سره مخ دی.

له دې سره هم مهاله اتیا پخوانیو امریکايي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې له پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

له پاکستان څخه د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو لپاره د پاکستان له ټاکل شوي ضرب الاجل څخه مخکې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دغه پروګرام د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

دغو کارپوهانو په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پلان به پر څه باندې ۱.۴ میلیونه افغانانو ناوړه اغېز وکړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د جدي بشري حقونو او د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل راپور کې ویلي چې د افغان کډوالو جبري ایستل به د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېرې کورنۍ له بشري حقونو او تاوتریخوالي څخه د جدي سرغړونو په ګډون له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپور په یوه برخه کې راغلي: «پاکستان باید د ټولو جبري ستنېدو مخه ونیسي او د هغو افغان کډوالو کوربه توب ته دوام ورکړي چې د امنیت لپاره دغه هېواد ته تښتېدلي دي.»

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په راپور کې راغلي چې د جبري ایستلو منع کول په ښکاره توګه د شکنجې په ضد کنوانسیون کې شامل دي چې پاکستان هم پکې هم غړیتوب لري.

دغو کارپوهانو په ځانګړې توګه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي چې د پاکستان له لوري په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او له هغوی سره د ناقانونه چلند په اړه اندېښې لري.

د پاکستان له خوا د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې د امریکا د پخوانیو چارواکو اندېښنې هم راپارولې دي.

د پنټاګون د درېیم نمبر مسوول په ګډون اتیا پخوانیو امریکایي چارواکو، په کابل کې د امریکا درېیو پخوانيو سفیرانو او دوو متقاعدو جنرالانو په یوه پرانیستي لیک کې له پاکستانه د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې چې د امریکا د ځانګړو ویزو لپاره یې غوښتنې کړې وې او د خپلو قضیو د پای ته رسېدو په تمه دي.

د متحده ایالتونو د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو او د بیا میشتېدنې سازمانونو د یو شمیر لیکونو په یوه برخه کې راغلي: «د پخوانیو ژباړونکو، ژورنالیستانو او ښځینه فعالانو په ګډون هغه کسان چې په پاکستان کې د (SIV) یا د کډوالو د بیا میشتیدنې لپاره د خپلو غوښتنلیکونو پروسس ته په تمه دي، که دوی بېرته کور ته ستانه شي د پام وړ خطرونو سره مخ کېږي.»

له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوړې کمېشنرۍ راپور ورکړی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۶۰۰ زره کسان پاکستان ته تللي دي.