نړۍ

په چین کې د ۱۳۰ هېوادونو د استازو په ګډون د «کمربند او لارې» د نړیوالې همکارۍ درېیمې ټولګې پيلېدل

د روسیې د ولسمشر په ګډون د څه د پاسه ۱۳۰ هېوادونو مشرانو او استازو د (کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ په درېیمه ټولګه) کې ګډون کړی دی.

د کمربند او لارې پروژه د چین د ولسمشر له خوا د ورېښمو لارې څخه په الهام اخیستو چې په ۲۰۱۳ کال کې پلان شوې وه، اوس یې لس کاله پوره شوې او چین یې په بېخ بنسټونو کې لس میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

د چین ولسمشر ددې ناستې په څڼده کې د روسیې او ترکیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره کتلي دي.

د چین ولسمشر شی جین پنګ وايي: «له خپل پخواني دوست ولسمشر توکایوف سره په بیا کتنه خوښ یم. د نړیوالو همکاریو لپاره د «کمربند او لارې» په درېيمه ناسته کې د حضور لپاره ښه راغلاست. د چین او قزاقستان یوه سالمه، تلپاتې او غوره رابطه ددې هېواد له پراختیا سره مرسته کوي.»

تراوسه له افغانستانه د لارې او کمربند پروژې د تېرېدو لپاره ځانګړی پروګرام نشته خو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان کانونو د ایستلو لپاره چې په اوسني وخت کې په دې برخه کې ډېر تړونونه په واک کې لري، له دغې پروژې سره د افغانستان د یو ځای کېدو لپاره لېواله دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د دوشنبې په ورځ له کابل څخه بیجینګ ته ولاړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې نورالدین عزیزي به ددې ناستې په څنډه کې له یو شمېر چینايي سوداګرو او صنعت کارانو سره هم وګوري.

د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د امیرخان متقي له سفره وروسته اعلان کړی چې چین او پاکستان هوکړه کړې، د کمربند او لارې طرحه هم پراخه کړي.

«کمربند او لاره» چې یوه لسیزه مخکې د چین د ولسمشر په مشرۍ طرحه شوه، په تاریخ کې تر ټولو لویه ودانیزه پروژه ګڼل کېږي.

دا لویه پروژه د نړۍ څلور لویې وچې له بېلابېلو لارو واټ، اورګاډي، سمندر او هوا له لارې سره نښلوي.