افغانستان

روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي په اړه د هرات د زلزله ځپلو شکایت

د هرات د زلزلې یو شمېر زیانمن وايي، چې کافي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه زیانمن ټینګار کوي چې د سرپناه د نشتوالي له امله د دوی ماشومان ناروغه شوي او د درملنې لپاره یې درمل نشته.

له دې سره هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د هرات د زلزلې نږدې لس زره زیانمن کسانو لومړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

محمد عمر د هرات د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي اوسېدونکی دی.

هغه کلی چې د رېښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزله شاهد وو او کورونه یې ویجاړ شول. هغه د ساعتونو لپاره تر خاورو لاندې بند پاتې و.

هغه چې په سر ټپي شوی وايي چې د درملو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو له کمښت سره مخ دی.

محمد عمر زیاتوي: «په ساعتونو تر خاورو لاندې پاتې شوو، زه پر سر ټپي شوی یم،  موږ د درملو او لومړنیو روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ یو.»

په دې کمپ کې د زنده جان ولسوالۍ په ګډون د هرات د زلزلې زیانمن ژوند کوي.

يو شمېر دغه زيانمن شوي کسان وايي، چې له يوې اوونۍ راهيسې د خوراکي توکو، د څښاک اوبو، سرپناه او روغتيايي خدمتونو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې هرات ته ۲۱ ډاکټران، نرسان او قابلې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره استول شوي او دغه ولایت ته به نور ډاکټران هم واستول شي.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ تر اوسه نږدې لس زره تنو روغتیایي خدمتونه او تر څه کم ۵ زره کسانو بیلابیل کیټونه ترلاسه کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د هرات ولایت په سیمه ایز ۶۵۰ بستریز روغتون کې د ۲۰۲۳ د اکټوبر له اوومې راهیسې د زلزلې ټولټال ۶۹۸ ناروغان تداوي شوي دي، چې دا مهال په دغه روغتون کې ۱۷ ناروغان بستر دي او نن ۵۳ تنه ناروغان رخصت شول. پاتې نور ناروغان په تیرو ورځو کې رخصت شوي دي.»

د روغتیا نړیوال سازمان له کابل هرات ته ۲۱ تنه ډاکټران، نرسان او قابلې له کابل د ناروغانو د درملنې په موخه لیږدولي دي.

دا مهال زیانمن د هرات په ښار او شاوخوا دښتو کې تر خیمو لاندې ژوند کوي او یو شمېر یې د خیمو د لوړو بیو له امله له خپلو کورنیو سره په پشه خانو کې ژوند کوي.