افغانستان

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، د ملګروملتونو له‌خوا د ۱۴ میلیون ډالرو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د هرات د زلزلې د تلفلتو په اړه تازه شمېرې ورکوي او وايي چې په دې زلزله کې ۱۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا اداره د دغې زلزلې زیانمنو ته په بېړنۍ رسېدنه ټینګار کوي او وايي چې په دې زلزله کې ۱۸۵۰ تنه ټپیان شوي او ۲۵ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو کورنیو سره د څلور سوه میلیون ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

له هغې زلزلې یوه اونۍ تېرېږي، چې د هرات او په ځانګړي ډول د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي دي چې ددغې پيښې د قربانيانو شمير ١٤٠٠ تنه دى او له زلزله ځپلو کورنیو سره یې د څلور سوه میلیون ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د کډوالۍ په چارو د ملګرو ملتونو لوړ کمیشنر وايي: په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د رسېدنې لپاره، ۱۴.۴ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې “رینا امیري” په ایکس شبکه کې لیکلي چې د دغې زلزلې تر ټولو ډېر زیانمن ښځې او ماشومان دي.

هغه خبره چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق هم تایید کړې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د مطبوعاتو مسوول دانیال ټیم وايي: «دا ښکاره ده چې اوس هغوی بېړنیۍ مرستې ته اړتیا لري. دوی سر پناه او خوړو ته اړتیا لري، درملو او درملنې ته اړتیا لري. موږ د اوبو او روغتیایي خدماتو په اړه اندیښمن یو. څو وګورو چې دلته خو به ناروغي نه خپریږي.»

د امریکا سره میاشت په هرات کې د تېرې اونۍ زلزله یو پېچلی ناورین ګڼي.
اوس د دې زلزلې زیانمن شوي خلک د ژمي موسم په را نږدې کیدو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

د هرات اوسېدونکی برات علي وايي: «موږ له لومړۍ زلزلې یعنې له تېرو پنځو یا شپږو ورځو راهیسې دلته (د سړک پر غاړه) پاتې یو، ځکه زموږ کورونه دومره قوي نه دي، نو موږ دلته د نورو زلزلو له وېرې ژوند کوو.»

د هرات اوسېدونکې بي بي ديبا بیا وايي: «زه د زړه ناروغه یم او له زلزلې ډېره ډارېږم، کله چې زلزله وشوه، په ځمکه راپرېوتم او دوی (د کورنۍ غړو) مې دلته راوړم. موږ څلور کورنۍ یو ځای ژوند کوو، زه یوه کونډه یم او یو معیوب زوی لرم. موږ ډیرې ستونزې لرو.»

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې په هرات کې له زلزلې وروسته زیانمن شوي خلک د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له لوري د کافي مرستو له نه رسېدو شکایت کوي او د دغو مرستو د عادلانه وېش غوښتنه کوي.