ښځې

ریچارډ بنت: د طالبانو په رسمیت پېژندل افغانستان کې د ښځو ترټولو لویه وېره ده

تېره ورځ ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه «د جنسیتي اپارتاید پروړاندې د مبارزې» ناستې ترسره شوه. ریچارډ بنت په دې ناسته کې وویل چې د طالبانو په رسمیت پېژندل یا عادي کول افغانستان کې د ښځو ترټولو لویه وېره ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې تر نوم لاندې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې تېره ورځ جمعه د وږي پر ۳۱ ترسره شوه، د هېوادونو او بشري حقونو فعالانو له دې جملې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځآنګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت ګډون درلود.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په ځانګړې توګه له ټولنې د ښځو او نجونو د سیستماتیک ګوښه کولو او د دوی د بنسټیزو او انساني حقونو له سرغړونې اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه، چې پر افغان نجونو او ښځو محدودیت لګول به د ټولې ټولنې لپاره منفي اغېزې ولري.

او د ښځو حقونو فعالانې هم د نړیوالې ټولنې له خوا د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پیژندلو په لټه کې.

فایق په دې ناسته کې وویل، چې دوه کاله کېږي طالبانو افغانستان «یرغمل» نیولی او یو اقتصادي او سیاسي بشردوستانه ټولنیز ناورین یې رامنځته کړی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې ښځو او نجونو چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ترټولو زیات زیان لیدلی دی او دا وضعیت تر جنسیتي اپارتاید کم نه دی چې د نړیوالې ټولنې ګډ ارزښتونه ګواښي.

د افغانستان د استازولۍ سرپرست زیاته کړه، چې د راپورونو لا زیاتولو ته اړتیا ده ترڅو طالبان بشري حقونو د سرغړونې او د بشریت ضد جنایتونو په تړاو ځواب ویلو ته اړ شي.

هغه همداراز له افغانستانه بهر د پرمختللي او دیموکراتیکو ځواکونو له دې جملې له ښځو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت په دې ناسته کې ویلي، چې د جمهوریت پرمهال د ښځو اندېښنه د طالبانو بیا واکنمېدل وه، خو اوس ترټولو لویه وېره د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل او رسمي کول ده.

هغه زیاته کړه، چې افغان مېرمنې فکر کوي چې یوازې پرېښودل شوې او فکر کوي چې نړیوالې ټولنې له دوی سره خیانت کړی دی.

بنت زیاته کړه، چې د بشري حقونو شورا ته په خپلو راپورونو کې یې جنسیتي ځورونې ته اشاره کړې ده.

د ښځو حقونو فعالانې اوس‌مهال افغانستان کې وضعیت جنسیتي اپارتاید ګڼي او د نړیوالې ټولنې له خوا یې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبله کې د نړۍ زیات شمېر لوړپوړو چارواکو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټنیګار وکړ.

همداراز یو شمېر د ښځو حقونو فعالانو، د نړۍ هېوادونو ځینو دیپلوماتانو او توماس وېسټ «له افغان ښځو او نجونو سره د نړۍ د یووالي» تر نوم لاندې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې ترسره شوه، له نړۍ وغوښتل ترڅو د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د سختو محدودیتونو د لیري کولو لپاره عملي هڅه وکړي.