افغانستان

د استاد رباني له مړینې ۱۲ کاله وروسته؛ د هغه د ترور ناڅرګند اړخونه

برهان الدین رباني د لږترلږه وروستیو درېیو لسیزو د جګړې او سیاست د ډګر وتلې څېره او د جمعیت اسلامي ګوند بنسټ اېښودونکی و. هغه په ۱۹۹۲ کال کې د نجیب الله حکومت له سقوط وروسته د افغانستان د ولسمشر په توګه وګمارل شو.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پرځېدو وروسته، ښاغلي رباني پخواني ولسمشر حامد کرزي ته واک وسپاره.

سیاسي فعال سید باقر محسني وايي: «استاد رباني په عین حال کې چې د یوه سیاسي بهیر مشري او مدیریت یې پرغاړه و، د قومونو ترمنځ د تړاو ټکی و او د وحدت لپاره یو چورلیز و. د استاد رباني بله ځانګړتیا اخلاق او سیاست و.»

ښاغلی رباني د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ پرمهال د سولې عالي شورا د رییس په توګه وټاکل شو.

خو د ۱۳۹۰ کال د وږي په دوولسمه، د کابل په وزیراکبر خان سیمه کې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا چې د مخکیني دولت د امنیتي ادارو د راپور له مخې د طالبانو د پيغام راوړونکي په توګه راغلی و، ترور شو.

له دې پېښې دوولس کاله وروسته د برهان الدین رباني د ترور پټ اړخونه لا هم روښانه نه دي. معصوم ستانکزی چې هغه مهال د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس و، آمو ته ویلي چې استاد رباني د طالبانو له دغه پيغام رسوونکي سره د کتنې لپاره د هغه له تماس وروسته د ایران سفر نیمګړی پرېښود او کابل ته راستون شو.

د ښاغلي ستانکزي په وینا، بریدګر ځان هدایت الله معرفي کړی و او ویلي یې و چې د ښاغلي رباني لپاره د طالبانو له مشرتابه شورا څخه یو غږیز پیغام لري.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي: «وروسته مو څېړنې وکړې او څرګنده شوه چې بېلابېلو کسانو پکې لاس درلود. طالبان وسیله وو، د هغې ترڅنګ د پاکستان استخبارات او نورو شبکو چې له طالبانو سره همکاري لرله، د القاعدې په ګډون چې په ډېری پېچلیو بریدونو کې لاس درلود.»

د ښاغلي ستانکزي د څرګندونو له مخې، ځانمرګي بریدګر چاودېدونکي توکي په خپله لونګۍ کې ځای پرځای کړي وو او د ستري‌مشي پرمهال یې وچاودول.

د رپوټونو له مخې، د ښاغلي ستانکزي په ګډون په دې پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي وو، په تېرو ۱۲ کلونو کې دا ټول معلومات لاس په لاس شوي خو دا چې کومو کسانو له ځانمرګي بریدګر سره ښاغلي رباني ته تر رسېدو همکاري کړې او ددې برید پلانونکي څوک وو تراوسه روښانه نه ده.

له دې سره سره، د پخواني ولسمشر حامدکرزي، د مخکیني دولت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د جمعیت اسلامي ګوند د رییس صلاح الدین رباني په ګډون سیاستوالو، په جلا جلا اعلامیو کې د استاد برهان الدین رباني د کړنو یادونه کړې ده.