افغانستان

د کابل پر هوايي ډګر د برید دوسیې په اړه د څېړنو لپاره د پنټاګون پرېکړې ته یوه کتنه

له دوو کلونو وروسته پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت د تخلیې د بهیر پرمهال د کابل پر هوايي ډګر د ترهګریز برید دوسیه بیا پرانېستې.

پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یوه امریکايي سمندري سرتېري کیسه چې نوي معلومات لري، د دې لامل شوې چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام مشر جنرال ایریک کوریلا د هغو ۲۴ امریکايي پوځیانو په اړه چې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې د ګډوډۍ پر مهال د کابل له هوايي ډګر یې بهر حضور درلود، د بیا څېړنو لپاره د خبرو فرمان ورکړي.

دغه امريکايي سرتېرى وايي، چې د کابل پر هوايي ډګر د بريد مخنيوى شونى وو، د تېرو څېړنو پر مهال له هغې سره خبرې نه وې شوې.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه، په داسې حال کې چې امریکا د وتلو په حال کې وه او د کابل په هوايي ډګر کې د ایستلو بهیر روان و، د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې چې د ابي ګټ په نوم یادیږي، خونړی برید وشو او داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د څېړنو له پای سره اعلان وکړ چې د دغې پېښې په پایله کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

اوس له دې پېښې دوه کاله وروسته داسې څرګندونې راپورته شوي چې د دغه برید مخنیوی شونی وو او له دې څرګندونو سره هم مهاله پنټاګون د کابل پر هوايي ډګر د داعش د برید په اړه د څېړنو دوسیه بیا پرانېستې ده.

د پوهنتون استاد جاوېد مومند وايي: «نن غواړي پلټنه وکړي، دا پېښه څنګه وشوه، دا پېښه د کنټرول وړ وه، ولې مهار نه شوه، په امریکا کې په دې اړه بېلابېل نظرونه شته، د امریکا د کانګرس غواړي دا قضی او پیښه وڅیړي، حتی د متحده ایالاتو د وتلو په اړه بیلابیل فکرونه شتون لري.»

د پنټاګون په اعلامیه کې د سېنټکام د ویاند له قوله راغلي، چې د یوه امریکايي سمندري سرتیري هغه معلومات چې په خپله په دې پیښه کې ټپي شوی و، چې ویلي وو د دې برید مخه نیول کېدی شوی او له هغه سره د پخوانیو څېړنو پرمهال هېڅ خبرې نه وې شوې، د دې لامل شوي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ، یا سېنټکام فرمان ورکړي چې د نږدې ۲۴ امریکایي سرتیرو سره د بیا څېړنو لپاره دې خبرې وشي چې د ځانمرګي برید پرمهال یې شتون درلود.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اعلامیې یوه برخه کې ویل شوي: «فرانک په اګست میاشت کې خپله څېړنه بشپړه کړه. یو له شاهدانو د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو سرتېری ټیلر ورګاس انډریو، چې د تیرو څېړنو د یوې برخې په توګه ورسره مرکه نه وه شوې، د خپلې تجربې په اړه یې بیان وړاندې کړ چې نوي معلومات لري او مخکې د بل هېڅ کوم شاهد لخوا نه وو شریک شوي.»

سیاسي کارپوه برنا صالحي وايي: «په دې اړه مرکې او څېړنې زما په نظر له هماغه نیوکو سره تړاو لري، چې پر امریکا او پنټاګون دي، غواړي ذهنونه بل لوري ته واړوي، څو د هغو نیوکو له بار چې پر دوی شتون لري خپلې اوږې سپکې کړي.»

تر اوسه پنټاګون د ۲۰۲۱ کال په نومبر او د ۲۰۲۳ کال په جون کې دغې پېښې په اړه بشپړه څېړنه کړې، خو د دواړو کتنو پایلې تراوسه نه دي توانېدلي چې د دې پروسې او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر پرېکړې منتقدینو ته قناعت ورکړي.

امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه ووته، د پخواني افغان حکومت ثبات ته نه پاملرنه، له ګډوډۍ سره وتل او د کابل په هوايي ډګر کې تروریستي پېښه هغه نیوکې دي چې له افغانستانه له وتلو وروسته د بایډن پر ادارې مطرح شوي دي.