نړۍ

د فلسطین وضعیت او نړیوال بندیزونه د ۷۷ ډلې په ناسته کې د ګډون کوونکو د خبرو چورلیز

د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ۷۷ ډلې په ناسته کې چې د جمعې په ورځ د کیوبا په هاوانا ښار کې پرانیستل شوه، د ګډو ګټو او فلسطین د وضعیت او همداراز نړیوالو بندیزونو په هکله ویناوې وکړې.

د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو په دې ناسته کې د وینا پرمهال په ۲۱مه پېړۍ کې له استعماره پرته نوي پېر په هکله خبرې وکړې.

د نیکاراګوئه ولسمشر دانیل اورتګا هم په خپله وینا کې د امریکا بندیزونو او د نړیوال قدرت په توګه د چین رول ته اشاره وکړه.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو د اوکراین د جګړې په اړه د نړیوالې ټولنې د چلند او پرتلیز دریځ په اړه خبرې وکړې او په فلسطین کې یې پر نښتو نیوکه وکړه.

له بلې خوا، د ودې په حال کې هېوادونه چې د کورونا ویروس د خپرېدو، نړیوالو جنجالونو او اقتصادي ننګونو له امله زیانمن شوي، د نړۍ د مالي او ټکنالوژۍ په برخو کې د پرمختللو هېوادونو د عادلانه چلند او دریځ نیولو غوښتونکي دي.

۷۷ ډله چې په ۱۹۶۴ کال کې د نړۍ د ۷۷ هېوادونو په غړیتوب جوړه شوه په اوسني وخت کې ۱۳۴ غړي لري.

چین ویلي، سره له دې چې نوم یې د ۷۷ ډلې په غړو کې نشته، خو ددې ډلې له مشروع ادعاوو ملاتړ کوي او له دې ډلې سره به خپلې اړیکې هم وساتي.

د نړۍ د ۹۰ هېوادونو پلاویو په دې ناسته کې ګډون کړی، خو د هېوادونو لږ شمېر مشرانو پکې برخه اخیستې. دا ناسته به نن شنبې پای ته ورسېږي.