افغانستان

د زده‌کړو د حقونو درې افغان فعالان د ساخاروف ۲۰۲۳ جایزې ترلاسه کولو ته معرفي شول

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، چې هغې او د دې پارلمان تر ۵۰ زیاتو غړو د زده‌کړو د حقونو درې افغان فعالان د ۲۰۲۳ ساخاروف جایزې ته معرفي کړي دي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، چې دا کسان د طالبانو له اقدامونو کړېږي خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د هغې په وینا په دې کسانو کې د ډېری پټو ښوونځیو بنسټ اېښودونکې؛ پرستو حیکم چې اوس له خپل «سرک» سازمان څخه ملاتړ کوي، مرضیه امیري چې له هېواده له وتلو وروسته پټ ښوونځي او انلاین دورې اداره کوي او مطیع‌الله ویسا چې کلونه کېږي د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې یې د ښوونځیو فعالیتونه پرمخ بېول او اوس‌مهال له پنځو میاشتو راهیسې د ماشومانو له زده‌کړو د ملاتړ په جرم د طالبانو په زندان کې دی، شامل دي.

هغه وايي، چې دا کسان پټ ښوونځي اداره کوي، لیري پرتو سیمو ته سفر کوي او له بهر څخه د زده‌کړو پروګرامونه پلانوي.

د «فکري ازادۍ لپاره ساخاروف جایزه» د هغو کسانو یا ډلو لپاره جایزه ده چې خپل ژوند یې له ازادۍ او بشري حقونو دفاع ته ځانګړی کړی دی.

دا جایزه د ۱۹۸۸ په ډسمبر میاشت کې د اروپايي ټولنې له خوا د روسي دانشمند او مخالف انډري ساخاروف په نوم ونومول شوه.

د زده‌کړو حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ د دې جایزې یوه ګټونکې ده.