افغانستان

چین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ

په تېرو دوو کلونو کې په بې مخینې اقدام سره، چین لومړنی هېواد شو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره یې خپل رسمي سفیر معرفي کړ.

چین افغانستان ته خپل نوی سفیر ولېږه او جاوشینګ په ارګ کې خپل باورلیک د طالبانو رییس الوزرا ته وسپاره او ملاحسن آخوند هم ومانه.

د ولسي جرګې پخوانی غړی عارف رحماني وايي: «دا د دې ښودنه کوي چې چین په نه اعلان شوي توګه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او له دې وروسته به له طالبانو سره د افغانانو او افغانستان د استازو په توګه اړیکې ولري.»

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین نوي سفیر د طالبانو په کورنیو چارو کې د خپل هېواد د نه لاسوهنې ډاډ ورکړی او د طالبانو رییس الوزرا ملاحسن آخوند د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتیا ټینګار کړی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه فرهاد ابرار وايي: «د چین د نوي سفیر ټاکل د طالبانو لپاره د سیمې په کچه یو لوی دیپلوماتیک او سیاسي امتیاز ګڼل کېدای شي، زه باوري یم چې دا چاره به د دواړو لوریو اړیکې د تعاملاتو نوی پړاو وي.»

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو او چین اړیکې تودې وې او بیجنګ په ځلونو له طالبانو دفاع کړې ده. چین له لومړنیو هېوادونو و چې د طالبانو دیپلوماتان یې ومنل او په دې هېواد کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاره.

په دې لړ کې، د مقاومت جبهې د بهرني سیاست مسوول افغانستان ته د چین د نوي سفیر د معرفي کولو په غبرګون کې ویلي، هر دولت چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو یا د دوی په رسمیت پېژندلو هڅې وکړي، د افغانستان له خلکو سره خپلې اړیکې له خطر سره مخ کوي.

له بلې خوا، په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره د افغانستان د بدلونونو په اړه خبرې اترې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي امیرعبداللهیان د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې د مرستې لپاره د ګاونډیو په چوکاټ کې د سیمه ییزو نوښتونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په دې اړه پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «د طالبانو له حکومت سره اړیکې په تېره بیا د پاکستان له خوا تر فشار لاندې دي، ښایي یوه موضوع دا وي چې څه ډول دواړه هېوادونه له طالبانو سره ښې اړیکې وساتي او تاوتریخوالی له منځه یوسي. دا به هرومرو د ایرانیو او پاکستاني چارواکو د خبرو یوه برخه وي.»

د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو څه د پاسه دوه کاله تېرېږي. په دې موده کې نړۍ تل ټینګار کړی تر هغه چې طالبان پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لیرې نه کړي او له بشري حقونو سرغړونې پای ته ونه رسوي، هېڅکله به یې په رسمیت ونه پېژني. خو ایران، پاکستان، چین، روسیه، ترکیه او متحده امارات هغه هېوادونه دي چې طالب دیپلوماتان یې منلي او وخت ناوخت د طالبانو په ننګه خبرې کوي.