ښځې

د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې: د افغان ښځو او نجونو خلاف د طالبانو ځینې اقدامات بشري جنایت دی

د بشري حقونو په څار بنسټ کې د افغانستان د چارو څېړونکې فرشتې عباسي په جینوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په څلورپنځوسمه ناسته کې وویل چې د افغان ښخو او نجونو خلاف د طالبانو ځینې اقدامات د جنسیتي ځورونې پربنسټ بشري جنایتونه دي.

هغې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو له دوو کلونو راهیسې په پراخ او سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کړ ې او دوی یې له عمومي ژوند څخه حذف کړې دي.

عباسي زیاته کړې چې طالبان د ښځو د حقونو فعالانې په خپلسرې توګه نیسي او شکنجه کوي یې.

د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې وايي: «د بشري حقونو د څار بنسټ په دې باور دی چې ځینې دا ناوړه استفادې، د جنسیتي ځورونې پر بنسټ د بشریت خلاف جنایت دی.»

عباسي ټینګار وکړ، طالبانو رسنۍ له منځه وړې او خبریالان او نور منتقدین په خپلسرې توګه نیسي او شکنجه کوي یې.

د هغه په وینا، طالبانو ځینې هم‌جنس پالان او دولتي کارکوونکي او مخکیني پوځیان هم په ناقانونه توګه اعدام کړي دي.

هغې زیاته کړې چې افغانستان په نړۍ کې په تر ټولو بد بشردوستانه ناورین بدل شوی او له درېیو دوه برخې وګړي یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې طالبان د وضعیت د لاخرابېدو مسوول ګڼي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان د چارو څېړونکي ټینګار کړی چې د بشري حقونو شورا باید «د سختو نړیوالو جنایتونو لپاره د اوږدمهاله خوندي د پاي ته رسولو په موخه لازیات اقدامات ترسره کړي.»

عباسي د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي کار اړین بللی او د هغه د ماموریت غځولو غوښتونکی شوی.

د بشري حقونو په څار بنسټ کې د افغانستان د چارو څېړونکي همداراز ویلي چې د بشري حقونو شورا باید د نړیوالو جنایتونو په هکله د ځواب ویلو لپاره یو خپلو او بې پرې ځانګړی میکانیزم رامنځته کړي.

هغې ویلي: «د ښځو او نجونو له حقونو د دفاع لپاره باید لازیات کار وشي. د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي او کاري ډلې راپور مهم ګام و، خو دا شورا باید خپلې سپارښتنې په بشپړ ډول اجرا کړي.»

د نوموړې په وینا، په افغانستان کې بشري ناورین یو ورانونکی او د زیاتېدو په حال کې دی او بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مه غونډه تېره ورځ د افغانستان په چورلیز ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم وینا وکړه.