افغانستان

د بې‌وزلۍ له امله په تخار کې د دروېزګرو زیاتوالی

Taluqan city, Takhar province. File photo

په تخار ولایت کې د سوالګرو شمېر په بې مخینې توګه زیات شوی دی.

يو شمېر هټيوال وايي، چې هره ورځ لږ تر لږه ۵۰ سوالګر له دوی د مرستې غوښتنه کوي.

له دې سره هم مهاله یو شمېر کورنۍ د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره خپل ماشومان د تخار سړکونو ته لېږي.

له دریو میاشتو راهیسې یې له پلورلو سوال کولو ته مخه کړې.
عبدالعزیز ۶۵ کلن دی او له خپل ۱۳ کلن زوی سره د تخار ولایت په مرکز تالقان کې له خلکو د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وايي، چې له بې وزلۍ او بېکارۍ رنځ وړي او اړ دی چې د ډوډۍ پیدا کولو لپاره لاس سوال ته اوږد کړي.

د تخار اوسېدونکی عبدالعزیز وايي: «لوږه او بې وزلي د دې لامل شوې چې په تالقان ښار کې د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره دروېزه وکړم. هره ورځ هټۍ‌والو ه ورځم لږ مرسته راسره کوي البته اصلي لامل یې دا دی چې هټۍوال ښه بازار نه لري او له بلې خوا د سیمې مستحقو خلکو ته مرستې نه رسېږي او تر ډېره د ګذر د وکیلانو له خوا حیف و میل کېږي»

د تخار ولایت یو شمېر هټیوال شمېرې ورکوي، چې هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ ډېر ماشومان، ښځې او بوډاګان سوال کوي.

دغه هټیوال وايي، له دوو کلونو راهیسې د سوالګرو شمېر زیات شوی دی.

یو هټیوال محمد حسن وايي: «په هېواد کې اقتصادي ستونزې او کورنۍ جګړې د دې لامل شوې چې ماشومان دروېزې ته مخه کړي موږ له حکومت څخه غواړو چې د سوالګرو لپاره یو منظم پروګرام په پام کې ونیسي.»

په تخار کې یو شمېر کم عمره ماشومان په غیر مستقیم ډول سوال کوي.
د خپلو لاسي کراچيو سره له خلکو د مرستې غوښتنه کوي او یو شمېر یې هم د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره توکي پلوري.

دغه ماشومان وايي، چې د خپلو کورنیو ډوډۍ پیدا کوونکې دي او له بې وزلۍ او تنګلاسۍ سره لاس او ګرېوان دي.

ددې ولایت یو ماشوم وايي: «په کور کې سرپرست او د اړتیاوو برابروونکی نه لرو. زه اړ یم چې د کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره دا کار وکړم.»

ځینې ​​ښځې هم په تخار کې په ځانګړې توګه د نانوایانو ترڅنګ دروېزه کوي.

طالبانو شپږ میاشتې وړاندې په تخار ولایت کې د سوالګرو راټولولو لړۍ پیل کړه او سیمه ییزو طالب چارواکو خبر ورکړ، چې په تخار کې د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ۱۰۰۰ ډېر سوالګر راټول شوي دي، خو اوس په تخار کې د سوالګرو شمېر زیات شوی دی.