افغانستان

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو له حقونو سرغړونې ته په اشارې پر طالبانو د لازیات فشار غوښتنه وکړه

A number of women protesters in Kabul. Dec. 2022. File photo.

د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان له نړيوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو زیات فشار راوړي څو د ښځو حقونو له نقض لاس واخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کوي چې طالبان د ښځو او نجونو د زده کړو مخنیوی کوي او د ښځو ټولې ازادۍ یې ترې اخیستې دي.

له بلې خوا هم نجونې وايي، چې د زده کړو او کار د حق د نه شتوالي له امله په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او په دې برخه کې نړیواله ټولنه په بې غورۍ تورنوي.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د یوې وېډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت په اړه لیکلي چې طالبانو د هغو ۶۳ نجونو د تګ مخه نیولې چې غوښتل یې دوبۍ ته د زده کړو لپاره ولاړې شي.

دغه نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

دلته په افغانستان کې هم ښځې او نجونې غواړي خپل حقونه ترلاسه کړي.

د غزني اوسېدونکی مهدیه نظري وايي «له ښځو پرته یوه ټولنه فلج کیږي او زموږ غوښتنه دا ده چې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ادارې د ښځو پر مخ پرانیستل شي، څو ښځې وکولی شي په رسمي ډول خپل کار ته بیا دوام ورکړي.»

د کابل اوسېدونکې زهرا وايي: «اوس مهال چې موږ افغانستان ګورو، د ښځو د پرمختګ یوازنۍ لاره زده کړې دي او په تېرو شلو کلونو کې یو څه پرمختګونه او هیلې وې، خو نن چې دا فرصت له دوی څخه اخیستل شوی، طبیعي ده. چې منفي اغیزه لري، او حتی زه خپله هم دا منفي اغیزه احساسوم.»

په افغانستان کې نجونې وايي، چې د زده کړو او کار کولو د حق د نه شتوالي له امله له بې برخلیکۍ سره کې مخ دي او د هرې ورځې په تیریدو سره د خپل راتلونکي په اړه ناهیلې کیږي.

د بامیان اوسېدونکی ګلبهار جعفري وايي: «نن، هغه هیله او امېد چې په زړه کې یې وو، صفر سره ضربه شوې، او هیڅ هیله نه لري تر څو چې دوی خپلې موخې او پلانونه عملي کړي.»

د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان په داسې حال کې له نړيوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشارونه زيات کړي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالانې نړيواله ټولنه د ښځو د ژوند شرايطو ته په کتو په بې غورۍ تورنوي.

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف اروین وایي: «موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات له دوه مخي چلند او خبرو څخه لاس واخلي او په صادقانه توګه د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي او طالبانو ته د باج ورکولو پر ځای د هغوی پر بدیل فکر وکړي.»

ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو تر پنځوسو ډېر فرمانونه صادر کړي چې پر اساس یې د ښځو ازادي محدوده شوې او یا ترې اخیستل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو ویلي تر هغې چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه کړي، په رسمیت به ونه پېژندل شي..