ښځې

ریچارد بنت: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل. له ټولو غبرګونونو سره سره یې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوی وکړ او دا محدودیتونه لا هم دوام لري.

اوس د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی او د افغان ښځو او نجونو حقونه د ورکېدو پړاو ته رسېدلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنت وايي: «له هغه وخته چې دوی د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د بشري حقونو وضعیت سخت خراب شوی او د ډېرې اندېښنې وړ شوی دی. په تېره بیا د ښځو او نجونو وضعیت ناوړه او له غمیزې ډک دی، د دوی حقونه د ورکېدو په حال کې دي. همداراز څنډې ته کړل شوې نورې ډلې هم شته چې حقونه یې د اندېښنې وړ شوي، په تېره بیا لږکي او ماشومان.»

ددې ترڅنګ چې طالبان تازه د یوناما له خوا په یوه راپور کې له بشري حقونو په سرغړونې تورن شوي، د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، د مدني او سیاسي حقونو په برخه کې د طالبانو په واکمنۍ کې پراخې وژنې، خپلسرې نیونې، شکنبې او جبري بې درکه کېدل موجود دي.

په دې لړ کې یو شمېر معترضې مېرمنې وايي، د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونې په وړاندې به چوپتیا غوره نه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مرضیه حسین‌زاده وايي: «ښځو ته د کار اجازه نه ورکوئ، تفرېح ځایونو ته د تل اجازه نه ورکوئ، د زده کړو او سینګارتونونو ته د تلو اجازه نه ورکوئ، نو څرنګه له ښځو غواړئ چې ستاسو د ظلم په وړاندې چوپتیا غوره کړي، ښځې به مو په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.»

په وروستي مورد کې د روانې اونۍ په یکشنبې یو شمېر معترضې مېرمنې د شپې له خوا د کابل په یوه کور کې د طالبانو له خوا ونیول شوې او له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوې.

که څه هم افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې په ځلونو له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي خو طالبان وايي چې پر کړنلارو کار کوي.