افغانستان

د کډوالۍ نړیوال سازمان: اویا سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

څلوېښت کلنه مهتاب له هغو زرګونه مېرمنو څخه ده چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

نوموړې په یوه بهرنۍ موسسه کې د صفاکارې په توګه کار کاوه خو د طالبانو په واکمنېدو سره وزګاره شوه او اوسمهال د کورنۍ له اوو غړو سره له وزګارۍ او بې وزلۍ کړېږي.

د هرات اوسېدونکې مهتاب وايي: «دوه کاله مخکې اقتصادي وضعیت ښه و، خواړه او لګښت مو ښه و. خو اوس د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، د ورځې دوې ورځې کار ته ځم په زور دوه تر ۲۵۰ افغانۍ راکوي او په سختۍ ژوند تېروو.»

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې په یوه فرمان سره په نادولتي بنسټونو کې ښځې له کار کولو منع کړې او اوس ډېری مېرمنې په وزګارۍ کې شپې ورځې تېروي.

یو شمېر دغه مېرمنې وايي له وزګارۍ او بې وزلۍ تر پوزې راغلې دي.

یوه بله مېرمن بي بي ګل وايي: «دوه کاله کېږي چې وضعیت مو خراب دی، څوک راسره مرسته نه کوي، زما لاس مات دی او خاوند مې د زړه ناروغي لري چې کار نه شي کولای.»

پر ښځو سربېره ډېری نارینه هم په افغانستان کې وزګار او یا یې عواید کم شوي دي.

تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې لږترلږه اویا سلنه افغانان د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي او وزګار دي.

دغه بنسټ په ایکس ټولنیزه شبکه کې شمېرې ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د لس زره تنو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: «موږ د افغانانو له وزګارۍ او بې وزلۍ سترګې نشو پټولای، ددې ستونزې د حل لپاره مو په ځلونو ویلي چې د ملګروملتونو دا مرستې ستونزې نه شي هوارولاي. موږ ددې لپاره بنسټیزې حل لارې ته اړتیا لرو ترڅو په افغانستان کې پرمختیايي او بنسټیزې پروژې عملي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي او په منځ مهال کې په نسبي توګه په افغانستان کې بې وزلي او وزګاري کمه کړو.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو برخو ترڅنګ یوازې ۳۵۰ زره افغان امنیتي پوځیان وزګار شول.

نړیوال بانک د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې د هغو افغانانو چې د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي شمېر، کابو ۳۹ سلنه اعلان کړی و او اوس د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې لږترلږه اویا سلنه خلک په بې وزلۍ او وزګارۍ کې ژوند کوي.