سوداګري

د توکو لوړې بیې او د خلکو د پېرلو د ځواک بې‌مخینې کمښت

په تېرو درېيو مياشتو کې د هرې افغانۍ ارزښت د هر سل ډالرو پر وړاندې له څلور تر پنځو سوو افغانيو لوړ شوى دى.

خو د هېواد اوسېدونکي وايي چې دغه بدلون د خوراکي او نورو توکو پر بیو اغېز نه دی کړی.

د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي هم وايي، چې د وروستيو مياشتو په پرتله د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

۵۴ کلن عبدالحمید د لس کسیزې په کورنۍ یوازنی ډوډۍ راوړونکی دی. په ۱۵۰ افغانۍ ورځني عايد.

هغه وايي، چې واک ته د طالبانو په راتګ سره يې عايد د پخوا په پرتله کم شوي او اوس د کور د کرايې د ورکړې او د خپلې کورنۍ لپاره د خوراکي توکو اخیستو وس نه لري.

په تخار کې بوټ ګنډونکی عبدالحمید وايي: «په بازار کې بیې لوړې دي او موږ د لومړنیو توکو له هغې جملې وریجو، غوړیو او اوړو د پېرلو وس نه لرو، د ورځې سل تر دوه سوه افغانۍ کار کوم، خو زموږ د کور لګښت نه پوره کوي په هېواد کې کار نشته ټول خلک وزګار شوي دي.»

افغانستان د اړتیا وړ توکي په ډالرو اخلي او د ډالر د ارزښت ټیټېدل او لوړېدل د خوراکي او نورږ توکو پر بیو مستقیم اغېز لري.

په تېرو درېيو مياشتو کې د هرې افغانۍ ارزښت د هر سل ډالرو په مقابل کې له څلور تر پنځو سوو افغانيو پورې لوړ شوى، خو د هېواد اوسېدونکي وايي، چې دغه بدلون د خوراکي او نورو توکو په بيو اغېز نه دى کړى.
تر هغې چې د دغو ښاریانو په وینا، په یو شمېر ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

تر دې چې د هر اووه کيلو وريجو بيه له ٤٢٠ څخه ٥٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده. د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت له بدلون سره هم د اوړو بیه نه ده راټیټه شوې او د هر کیلو اوړو بیه هم ۲۲۰ افغانۍ ده.

د تخار ولايت اوسېدونکی شمس الحق وايي: «د طالبانو په واکمنۍ سره په بازارونو کې بیې لوړې شوې، عدالت نشته، د کورنیو اقتصاد ټیټ دی، خلک وزګار شوي دي، هټۍ وال باید بې وزله خلک درک کړي او همداراز باید د ښاروالۍ مسوولین نرخونه کنټرول کړي.»

هټی‌وال هم وايي، چې د هېواد يو شمېر ښاريان د اړتیا وړ خوراکي توکي په پور اخلي.

یو هټۍوال احسان الله وايي: «د طالبانو حکومت له پيل راهیسې د توکو په بیو کې بدلون راغلی خو اقتصادي ستونزې او بې وزلي د دې لامل شوې چې خلک لږ توکي وپېري، که هټۍوال توکي په ارزانه بیه هم وپلوري خلک یې د پېرلو وس نه لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې په اوسني وضعیت کې نږدې ټول افغان وګړي مرستو ته اړتیا لري او د دغه سازمان د بنسټونو مرستې د بودیجې د کمښت له امله کمې شوې دي.