افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په یوولسمه د افغانستان مهمې پېښې

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د بدخشان او کندز ولایتونو په بشپړه توګه د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

هبت الله علیزی د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۱ مه د وسله وال پوځ د لوی درستیز په توګه معرفي شو. ځینو هیوادونو په همدې ورځ د خپلو همکارانو او کارکوونکو د ایستلو بهیر پیل کړ.

مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني هم مزارشریف ته سفر وکړ. په ترينکوټ ښار د طالبانو بريد پيل شول او په کندهار ښار هم طالبانو تعرضي بريدونه بيا پيل کړل.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۱مه په کابل کې د وسله وال پوځ د لوی درستیز په توګه د هیبت الله علیزي د معرفي کولو مراسم روان وو، د بدخشان او کندز ولایتونه په بشپړه توګه د طالبانو په لاس سقوط شول.

۲۱۷ پامیر قول اردو د کندز وروستۍ برخه او لومړۍ قول اردو وه چې د طالبانو لاس ته ورغله.

که څه هم د اګست تر ۱۱مې په کابل کې هېڅ سفارت ونه تړل شو، خو د امریکا سفارت یوه برخه د کابل هوايي ډګر ته لېږدول شوې وه، کاناډا هم د خپلو کارکوونکو او همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړ.

خو ایا د امریکا په مشرۍ د مخکيني افغان حکومت نړیوالو همکارانو د جمهوریت په پیاوړتیا کې خپل رول په اغېزمنه توګه ادا کړ؟

د محمد اشرف غني پخوانی سلاکار شاه حسین مرتضوي وايي: «د نړیوالو شریکانو د لاسوهنې په پایله کې د حکومت داخلي مشروعیت ته سخت زیان رسېدلی وو. يو ګډ حکومت جوړ شوی وو. حتی د جمهوریت د سقوط پر مهال هم ۱۱ وزیران له یوه ادرسه او ۱۰ وزیران له بل ادرسه وو. هرڅوک باید خپل مسؤلیت ومني.»

په شمال کې یوازې فاریاب او بلخ د حکومت تر ادارې لاندې وو. مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني مزارشریف ته ولاړ. له عطا محمد نور، مارشال دوستم، محمد محقق او جمعه خان همدرد سره یې بېړنۍ ناستې وکړې. له دې ناستې وروسته مارشال دوستم رسنیو ته وویل چې په شمال کې به طالبانو ته سخته ماتې ورکړي.

د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند مشر عبدالرشید دوستم وايي: «طالبانو ته هېڅ غاړه نه ږدو، څو ځله شمال ته راغلل، په دام کې ولوېدل، دا ځل هم له شماله وتل اسانه کار نه دی، ځکه ملا فضل (ملا فاضل) په کوم برخلیک اخته شو؟»

له دې سره هم مهاله طالبانو پر کندهار برید بیا پیل کړی و، په ترینکوټ ښار یې هم برید کړی وو. عبدالله عبدالله چې په دوحه کې و، د ټرویکا پلس غونډې په څنډه کې نړۍ ته خبرداری ورکړ چې طالبان له پوځي لارې د واک په لټه کې دي.

له دې ټولو سره سره د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۶مې تر ۱۱مې پورې د نیمروز، جوزجان، کندز، بدخشان، بغلان، سمنګان، سرپل، تخار او فراه په ګډون ۹ ولایتونو د طالبانو په لاس سقوط کړی وو.