افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په نهمه د افغانستان مهمې پېښې

دوه کاله مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نهمه سمنګان شپږم ولایت و چې په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغی. پر پلخمري ښار او د بلخ پر دهدادي ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پيل شول.

کورني بېځایه شوي چې د هېواد په شمال کې د جګړو له زیاتېدو وروسته یې کابل ته پناه راوړې وه، له دې بې خبره چې کابل به هم شپږ ورځې وروسته سقوط وکړي.

ددې وضعیت په دوام، مخکیني ولسمشر ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په نهمه له یو شمېر سیاستوالو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

د خبرو سرچینو د معالوماتو له مخې، دغه شمېر سیاستوالان د جګړې د مشرتابه شورا په نوم د سولې د عالي شورا د بدلولو غوښتونکي وو. د سرچینې په وینا ظاهرا ښاغلي غني دا موضوع منلې وه، خو د سرچینې په وینا په عمل کې محمد اشرف غني هېڅکله حاضر نه و چې په یوه سمبولیک ولسمشر بدل شي.

خو آیا د دولتي چارواکو په دومره چټکه توګه د سقوط تمه لرله؟

د مخکیني دولت د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي: «په ۲۰۲۱ کال کې دومره ژر او په هغه بڼه د افغانستان د سقوط اټکل نه کېده. زما په اند د بهرنیانو لاسوهنه او له حده زیات فشارونه، د سیاستوالو او په اصطلاح مشرانو قدرت غوښتنه او د افغانستان د ولسمشر وتل د دې لامل شول چې شرایط بدل شي او افغانستان طالبانو ته وسپارل شي.»

د اګست د نهمې ورځې په پای کې عبدالله عبدالله چې د سولې د عالي شورا مشري یې پرغاړه وه، دوحې ته ولاړ ترڅو د افغانستان د مسلې په چورلیز د سیمې او نړۍ د استازو په ناسته کې ګډون وکړي، سرچینې وايي که څه هم تمه کېده هغه له ملابرادر سره هم په دې سفر کې وګوري، خو دا کتنه ونه شوه.

د جګړې په ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نهمه سمنګان هم په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغی. د سمنګان پخوانی والي آمو ته وايي یوه نفوذي کس طالبان په ایبک ښار کې ځای پرځای کړل او د سمنګان پوځي شورا هم د ملکي تلفاتو د مخنیوي له امله له مقاومت پرته ایبک ښار طالبانو ته پرېښود.

د سمنګان مخکینی والي داوود کلکاني وايي: «زموږ امنیه قوماندان حضور نه درلود، څو ورځې مخکې له سیمې وتلی و، مرستیال یې موجود و، په پوځي شورا کې پرېکړه وشوه چې په ایبک ښار کې باید جګړه ونه شي او له ښاره بهر شو.»

له دې سره سره، د اګست په نهمه طالبانو پر پلخمري ښار او د بلخ پر دهدادي ولسوالۍ بریدونه زیات کړل.