افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د طالبانو په رسمیت پېژندل شوني نه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د چلند او د هغوی له خوا له بشري حقونو د سرغړونو د‌ دوام له امله د طالبانو په رسمیت پیژندل ممکن نه دي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له امریکايي چارواکو سره ناسته او خبرې مثبتې ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو له استازو سره د ټام ویست او رینا امیري په ګډون د امریکايي استازو له دوه ورځنۍ ليدنې وروسته؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبان له دوی غواړي چې په رسمیت يې وپېژني، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي چې د طالبانو له خوا له افغانانو سره د چلند څرنګوالي او د بشري حقونو د سرغړونو د‌ دوام له امله د طالبانو په رسمیت پیژندل ممکن نه دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متيو مېلر وايي: «دا چې شرایط څه دي، نه شم کولی چې څه ووايم، لکه څنګه چې مو په تیر کې هم وویل، طالبان له خپلو خلکو سره د چلند، د بشري حقونو ښکاره سرغړونې او یو شمیر نورو مسلو په ګډون د ډیرو دلایلو له مخې د رسميت پېژندلو او مشروعیت په لټه دي چې دا مهال داسې څه امکان نه لري.»

له بلې خوا هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی له امریکايي استازو سره له لیدنې وروسته له الجزیرې سره په مرکه کې دغه خبرې اترې مثبتې وبللې او ټینګار یې کړی چې امریکا دې د دوی حاکمیت ته درناوی ولري او د امریکايي بندیانو د خلاصون په اړه يې ويلي چې دا خوشې کول بايد د دواړو خواوو د رضايت پر بنسټ ترسره شي. تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره امریکایان د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي وايي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د بهرنیو بندیانو مسله داسې حل کړو چې ټولې خواوې پرې راضي وي.»

که څه هم طالبان له امریکايي استازو سره د دوحې د ناستې له مثبتو پایلو راضي ښکاري، خو یوه نیوکه تل دا ده چې دا ډول ناستې د افغانستان پر خلکو هېڅ مثبت اغېز نه لري.

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف اروين وايي: «هیله لرو چې امریکا خپل دوه اړخيزه سياست یوې خواته کړي او د طالبانو د حکومت د بدیل په اړه فکر وکړي.»

تر دې وړاندې امریکايي او د ملګرو ملتونو چارواکو هم له طالبانو سره ناستې او ليدنې لرلې دي، خو د افغانانو اندېښنه دا ده، چې دا ډول ناستو نه یوازې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د زورزياتي فرمانونه کم نه کړل؛ بلکې لیدل شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو له خوا د افغانانو په تېره بیا د ښځو ازادي او حقونه تر پښو لاندې کېږي.