نړۍ

په قاهره کې د فلسطیني ډلو ترمنځ د خبرو بې پایلې پای ته رسېدل

د مصر په پلازمیني قاهره کې د فلسطیني ډلو ترمنځ ملي خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

دغه خبرې چې په قاهره کې د مصر په کوربتوب د ۱۴ فلسطیني ډلو ترمنځ ملي وحت ته د رسېدو په موخه ترسره شوې بې پایلې پای ته ورسېدې.

دا خبرې د فلسطین د ولسمشر محمود عباس په مشرۍ او د حماس او نورو فلسطیني ډلو د مشرانو په ګډون د ۱۶ کلنو اختلافاتو د پای ته رسولو په موخه ترسره شوې.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وویل: «زه د فلسطیني لوریو د مشرانو نننۍ نانسته د خبرو د دوام په لړ کې لومړنی او مهم ګام بولم او هیله من یم چې ژرترژره خپلو موخو ته ورسېږو.»

حماس په ۲۰۰۷ کال کې د غزې اداره په واک کې واخیسته، له هغه وخت راهیسې د فلسطیني ډلو په تېره بیا حماس، فتح غورځنګ او نورو ډلو ترمنځ اختلافات پر خپل ځای دی.

له بلې خوا، محمود عباس د یکشنبې ورځې په ناسته کې له فلسطیني ډلو وغوښتل چې خپل اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او ملي یووالي ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي: «زه له تاسو غواړم چې په خپل منځ کې یوه کمیټه جوړه کړې ترڅو د هغو مسایلو په اړه چې نن پرې بحث وشو خبرې دوام وکړي، دغه اختلاف پای ته ورسېږي او ملي وحدت رامنځته شي. زه له دې کمیټې غواړم ژر کار پيل کړي ترڅو خپل ماموریت پای ته ورسوي او په هوکړو او سپارښتنو راستانه شي.»

له بلې خوا، سلګونه فلسطینیانو په غزې تړانګه کې لاریون وکړ او ددغو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د پای ته رسېدو غوښتونکي شول.

محمود عباس د لوېدیځ په ملاتړ د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې چې د اسراییلو له خوا اشغال شوې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د دولت رییس دی.

ویل کېږي چې د فلسطیني لوریو ترمنځ ژور اختلافات له ۲۰۰۷ کال راهیسې چې حماس له اسراییلو سره د سولې له هوکړې ډډه وکړه روان دي.

دغه لوري د غزې تړانګې د بیارغونې او د منتخب دولت د جوړولو لپاره د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه سره اختلاف لري.