افغانستان

سینګارونکې: هېڅوک موږ نه درک کوي؛ مجبورې یو چې هېواد پرېږدو

هغه ښځینه سينګار کوونکې چې د سينګار خونو په برخه کې یې پراخه پانګونه کړې، له طالبانو غواړي چې یا دې د سينګارتونونو د فعالیت د بندولو حکم بیرته واخلي او یا دې ورته بدیل کار وړاندیز کړي.

دغه سينګار کوونکې وايي چې طالبانو د دوی هیڅ غوښتنې ته غوږ نه دی نیولی او پر دې سربېره یې په تاوتریخوالي او جبر سره د دوی غوښتنې ځپلي دي.

له دغو سينګار کوونکو یو شمېر يې وايي چې له مجبوريته يې له هېواده د وتلو پرېکړه کړې ده.

د ښه راتلونکې لپاره د زرګونو هیلو سره، یو شمیر ښځینه سينګار کوونکو، په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې لويې پانګونې وکړې – هغه هڅې او پانګونې چې د طالبانو د پریکړو په پایله کې له خاورو سره يو شوې.

مريم يوه له دغو ښځو پانګوالو څخه ده چې وايي: «په افغانستان کې موږ ښځو ډېر بد حالت دی. فکر وکړئ چې ښځې او نجونې په افغانستان کې بندیانې دي او موږ ټولې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټوونکي هم یو.»

وايي د هرې ورځې په تېرېدو سره، دوی د خپلو هيلو پای ته د رسېدو په لور ګام اخلي – هغه هيلې چې له لاسه ورکول يې دوی ته دومره اسانه نه دي.

بله سينګار کوونکې شقايق وايي: «موږ هم انسانان یو او موږ هم حق لرو چې د نورو هېوادونو د وګړو په څېر انساني ژوند ولرو، خو څوک مو نه درک کوي.»

خو دا درد په ټول افغانستان کې دی، سودابه چې په افغانستان کې یې د يو ښه ژوند خوب درلود او د سينګار په برخه کې يې زده کړې ترلاسه کړې وې، اوس له مجبورۍ له هېواده د وتلو په فکر کې ده.

سينګار کوونکې سودابه وايي: «دې ته مجبور يوو چې هیواد پرېږدو او لاړ شو، په يو پردي هیواد کې ذلیل شو او خوار شو.»

که دغو ښځو خپل غږ پورته کړ، نو د دوی غږ هم خاموش شو.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د دغو سينګار کوونکو اعتراض وځپلو او دغه میرمنې وايي چې د طالبانو له خوا وهل شوي هم دي.

د عاطفې په نوم سینګارونکې وايي: «هم يې موږ ووهلو، هم يې وڅارلو او هم يې زموږ پر مخ اوبه وشيندلې.»

لکه څنګه چې طالبانو ویلي، دغه سينګار خونې باید په ۱۲ ورځو کې خپل فعالیتونه ودروي.

د افغانستان په صنایعو او سوداګرۍ خونې کې یوې سرچینې ویلي، چې په افغانستان کې ۶۰ زره ښځې په سينګار کولو بوختې دي او د سينګار کوونکو د فعاليتونو بندېدو سره به ۱۲ زره سوداګري له منځه ولاړه شي.

د کار نړیوال سازمان هم ویلي چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې يې د ښځو په کار کې ۲۵ سلنه کموالی ثبت کړی چې د سينګارتونونو د فعالیتونو له بندیدو سره به د ښځو د کاروبار شمېر د پام وړ کموالي شاهد وي.