افغانستان

ملګري ملتونه د افغانستان په موضوع سره ځانګړې ناسته ترسره کوي

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازی وايي، افغانستان له یوه جدي ناورین سره مخ دی او د ښځو پر کار او زده کړو بندیز د دغه بحران لا پېچلی کړی دی.

دغه بریتانوی دیپلومات ټینګار کوي چې ملګري ملتونه به یو ځل بیا د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازې باربارا ووډوارډ وايي: «په افغانستان کې یو لوی بحران دی، موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوښت تېره میاشت په دوحه کې د ځانګړو استازو د غونډې هرکلی کوو، چې زما په نظر د مخکې تګ لپاره دا یوه ښه لار وه، او زه پوهیږم چې دوی پلان لري چې بیا سره وویني.»

په ملګرو ملتونو کې د برتانيې دايمي استازي په دې اړه چې دا غونډه به په کوم ځاى او د کومو څېرو په شتون کې ترسره شي، جزئيات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې د مې په میاشت کې هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د افغانستان د کړکېچ په اړه په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه.

سیاسي کارپوه اختر راسخ وايي: «خو زه په دې غونډو باور نه لرم چې د افغانستان د وضعیت په پلمه ترسره کیږي. همدوی وو چې د افغانستان څلویښت میلیونه بې ګناه خلک يې د خپلو پوځي موخو لپاره قرباني کړل.»

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال د دغه سازمان له ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو بندیزونو په اړه اندېښمن دی او د طالبانو په ګډون له ټولو سیاسي ګوندونو سره اړیکي غواړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازی مرستیال مارکس پوتزل وايي: «د نجونو پر زده کړو بندیز باید لیرې شي، په ټولنه کې د ښځو ګډون باید وده ومومي. دا ډول کړنې به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو لامل شي او نړیوال مرستندویان دې ته هڅوي چې له دغه هېواد سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.»

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان له سختو سیاسي، اقتصادي او تعلیمي بحرانونو سره مخ شوی.

هغه څه چې د افغانستان د مسئلې په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو د سختو بندیزونو لګول دي.