افغانستان

مایک پنس: ټرمپ غوښتل له هوکړې سره سره په افغانستان کې امریکايي پوځيان پرېږدي

د امریکا د ولسمشر پخوانی مرستیال مایک پنس ویلي، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د وتلو له هوکړې سره سره، غوښتل په افغانستان کې امریکایي پوځیان حضور ولري.

د ټرمپ ادارې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، خو د بایډن ادارې عملي کړ.

له افغانستانه د امریکا او د متحدینو وتلو يې د افغانستان د نظام د سقوط کېدو فاجعه له ځان سره لرله.
خو اوس دلته په CBS کې د ټرمپ د ادارې مرستیال د بایډن اداره ملامتوي او وايي که د ټرمپ اداره پر خپل ځای پاتې وای نو د بایډن په پرتله به یې بل ډول عمل کړی و او افغانستان به د ناورين کومې ته نه لوېده. د هغه په ​​وینا، د جوبایډن ادارې ونه شو کولی طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن وساتي.

د امریکا مخکینی مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي: «کله چې طالبانو تړون مات کړه او د مزارشریف ښار یې ونیو، جو بایډن کوم خاص کار ونه کړ. دا په افغانستان کې د ناورین پیلامه وه.»

مایک پنس له طالبانو سره د ځواکونو د بشپړ وتلو سربېره په افغانستان کې د زرګونه امريکايي سرتېرو د خونديتوب لپاره د ټرمپ ادارې د نيت په اړه وايي.
د ښاغلي پنس په وینا، د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې به د جمهوري غوښتونکو له نوماندانو څخه وي، د ځواکونو ساتلو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت له دوام سره مرسته کوله.

نوموړي زیاته کړې: «صادقانه تل په دې باور وم چې د څو زرو امریکایي سرتیرو ساتل به په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو عناصرو په وړاندې زموږ د هڅو د ملاتړ لپاره عاقلانه وي.»

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي چې په روانه میاشت کې به ملګري ملتونه یو راپور خپور کړي چې د افغانستان لپاره به د جوبایډن د پالیسۍ نیمګړتیاوې او د سیمې هېوادونو ته د امنیتي پایلو زیاتوالی ښکاره کړي. سیمه د ښاغلي نبیل په وینا، د جوبایډن ګمارل شويو سیاسي کسانو استخبارات سياسي کړي او حتی له طالبانو سره همکاري لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو بحراني وتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د جزئیاتو له ورکولو پرته له القاعدې سره د مبارزې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د همکارۍ خبره څرګنده کړه. که څه هم تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کمېټې په جون میاشت کې وويل چې طالبان د ۲۰ ترهګرو ډلو کوربانه دي او لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.