افغانستان

یوناما: په داسې حال کې چې په افغانستان کې بریدونه کم شوي، خو ملکي تلفات دوام لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) په يوه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ يې خپور کړی، ويلي سره له دې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو بیا هم افغانستان د ملکي تلفاتو له لوړې کچې سره مخ دی.

دا راپور په افغانستان کې د بشري حقونو په اړوندو مسایلو راڅرخېدلی او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقدام پر اړتیا ټینګار شوی.

د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰ مې پورې په افغانستان کې ۳زره ۷۷۴ ملکي تلفات ثبت شوي دي.

له دې جملې څخه ۱۰۹۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۷۹ تنه ټپیان شوي دي. د ملکي تلفاتو له څلورو درې برخې، چې ۲ زره ۸۱۴ کسانو ته رسېږي، په ګڼ مېشتو سیمو کې د (IED) لاسي بمونو د چاودنو له امله وې. په دغو بریدونو کې عبادت ځایونه، ښوونځي او بازارونه په نښه شوي دي.

دا راپور د ټولنې پر زیان منونکو ډېر ټینګار کوي. په ثبت شویو ملکي تلفاتو کې ۲۳۳ ښځې او ۸۶۶ ماشومان ټپیان شوي او ۹۲ ښځو او ۲۸۷ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دا شمېرې د هغه تریخ حقیقت ښکارندويي کوي چې افغان ملکي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان چې ډېر تاوتریخوالی او شخړې يې زغملي، ورسره مخ دي.

ځانمرګي بریدونه په افغانستان کې یوه جدي اندېښنه

دغه موندنې همدارنګه ښيي چې ځانمرګي بریدونه لا هم په افغانستان کې یوه جدي اندېښنه ده. که څه هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټولیزه توګه ملکي تلفات کم شوي، خو ځانمرګي بريدونه زيات شوي او په دغو بریدونو کې ملکي تلفات زیات شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د داعش خراسان څانګې له خوا د ځانمرګو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

دا راپور په تیرو کلونو کې د ځانمرګو بریدونو، د بریدونو شمیر او مسوولو لوریو په ګډون د ملکي تلفاتو په اړه مشخص معلومات وړاندې کوي. هغه بريدونه چې په تېرو کلونو کې د ملکي تلفاتو لامل شوي او بېلابېلې وسله والې ډلې د دغو بريدونو مسوولې وې.

په دغه راپور کې راغلي، هغه بريدونه چې په لاسی بمونو ترسره کېږي زيات شمېر يې په عبادت خونو او مذهبي ځایونو ترسره شوي، چې ملکي وګړو ته یې زیان اړولی.

په دې راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ تر ۱۵مې په منځ کې پر عبادت ځایونو بمي بریدونه د ۳۶۸ کسانو د وژل کېدو او ۸۵۰ نور د ټپي کېدو لامل شوي، چې په دې موده کې د ملکي تلفاتو له دریمې برخې څخه زیاته جوړوي، او دا د طالبانو له واکمنۍ مخکې کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

ملګري ملتونو ټینګار کړی چې دا د تېرو کلونو په پرتله په مذهبي ځایونو د بریدونو د پام وړ زیاتوالی ښيي، چې د مذهبي ځایونو د زيات خونديتوب لپاره د اقداماتو بیړنۍ اړتیا څرګندوي.

يوناما په دغه راپور کې له وسله والو ډلو غوښتي چې په ګڼ مېشتو سیمو کې دې د ځای پر ځای کېدونکو بمونو بې درېغه کارونه بنده کړي او د ملکي وګړو له نښه کولو دې ډډه وکړي.

یوناما همدارنګه له طالبانو غوښتي چې د IED بریدونو په اړه بې پرې پلټنې وکړي، عاملین یې محاکمه کړي، په زیانمنونکو سیمو کې امنیتي تدابیر ټینګ کړي او خلکو ته د دا ډول پېښو په اړه کره معلومات ورکړي.

په دغه راپور کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت له هڅو د ملاتړ لپاره دې بېړنی اقدام وکړي.