سوداګري

په کابل کې د ګاڼو او ګرانبیه ډبرو صنعت ځوړتیا

د ګرانبیه ډبرو، ګاڼو جوړولو او لاسي صنایعو د کاروبار له منځه تللو په اړه د يو شمېر صنعتکارانو اندېښنه.

په کابل کې د ګاڼو، ګرانبیه او نیمه قیمتي ډبرو د پېر و پلور مرکز چې د انتیک فروشۍ په کوڅه شهرت لري.

دا بازار چې په وروستیو کلونو کې په کابل کې له ګڼې ګوڼې او پېرودونکو ډک و، له نږدې دوو کلونو راهیسې په چوپ بازار بدل شوی دی.

محمد فهیم نعیمي د دې بازار یو يو له تر ټولو زړو صنعتکارانو څخه دی.

دی وايي، له نیمې پېړۍ زیات وخت کېږي چې په دې بازار کې د ګاڼو جوړونې او زرګرۍ صنعت پر مخ وړي او څو حکومتونه او رژیمونه یې تجربه کړي دي، خو دا بازار په تېرو دوو کلونو کې هېڅکله هم دومره خاموش او بې رنګ نه و.

د دغو پلورونکو وینا، په وروستیو میاشتو کې د ننه په افغانستان کې آن یو پېرودونکی دلته د توکو پېرلو لپاره نه دی ورغلی.

اوس لسګونو هټۍ وال د لوړې کرايې او ماليې له امله خپل کاروبار بندوي.

دغه زرګران او صنعتکاران وايي چې د مالیو د ورکړې وس نه لري. د دوی په خبره، که وضعیت همداسې دوام وکړي، د هېواد یو لوی اقتصادي څرخ به په ټپه ودرېږي او ډېری دغه صنعتکاران به له کاره لاس واخلي.

د افغانستان لاسي صنعت په ځانګړې توګه د ډبرو صنعت له هېواده بهر هم پېرودونکي لري.

افغانستان د کمسارو ډبرو لکه زمرد او الماس د لرلو ترڅنګ د لاجوردو تر ټولو سترې زېرمې لري. د کابل د انتیک پلورلو مرکز د دغو ګرانبیه ډبرو او ګاڼو د پلورلو مهم مرکز دی. خو اوس دغه بازار د له منځه تللو له خطر سره مخ دی.