روغتیا

افغانستان کې د پولیو د درېیو مثبتو پېښو د ثبت په اړه د يونيسف اندېښنه

په ننګرهار سرحدي ولایت کې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د پوليو يا فلج درې مثبتې پېښې ثبت شوې چې روغتیايي چارواکي او یونیسف يې سخت اندېښمن کړي دي.

د یونیسف د ماشومانو د ګوزڼ له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه سید رسنیو ته وویل، چې ننګرهار ولایت پاکستان ته څېرمه موقعیت لري او له تورخم څخه پاکستان ته د خلکو تګ راتګ ډېر دی. د هغه په ​​باور په دې ولايت کې د ويروس د لېږد او خپرېدو احتمال زیات دى.

د هغه په ​​وينا، یونیسف د افغانستان په ختيځو سيمو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين ترسره کولو د دغه خطر د کنټرولولو په هڅه کې دی.

ټاکل شوې دغه کمپاین د جون په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په ګډون په ختیځو ولایتونو کې پیل شي. په دې موده کې به شاوخوا ۱.۱ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.

د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې د ماشومانو د ګوزڼ د کال لومړۍ مثبته پېښه د غويي په ۲۲ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه.

دویمه پېښه د غويي په ۲۴مه د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ او درېیمه تېره ورځ د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې شوې ثبت ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په دې لنډه موده کې درې مثبتې پېښې د افغانستان د ټولو ماشومانو لپاره د خطر يو زنګ دی.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې له يو کس بل کس ته خپريږي.

او دا ویروس نخاع، یا د عصبي رشتو په منځ کې موجود ستون فقرات ته په زیان رسولو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د فلج لامل کېږي.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې په همدې کال په پاکستان کې ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان، پاکستان او نایجریا له هغو هېوادونو څخه دي چې د پولیو ویروس په کې لا هم ژوندی دی او د ماشومانو ژوند ګواښي.