افغانستان

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي درانی څوک دی

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د آصف علي دراني له ټاکل کیدو سره هم مهاله، په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي پاکستان او طالبان له یو بل سره د ښو اړیکو اړتیا لري.

ښاغلي حقاني امو ټلویزیون ته وویل، که هر څومره طالبان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري، خو دا په دې مانا نه ده چې طالبان به تل د پاکستان لاسپوڅي وي.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وايي، چې له ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان د ستونزو د حل سربېره د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټي لارې پرانیستل د اصف علي خان دراني مهم ماموریتونه بلل کېږي.

اصف علي درانی چې د افغانستان او د سیمې هېوادونو په اړه د تجربه لرونکي ډیپلومات او پوه په توګه پېژندل کېږي، د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

ښاغلی درانی د پاکستان د کویټې اصلي اوسیدونکی دی او د کویټې له بلوچستان او لندن پوهنتونونو څخه په نړیوالو اړیکو کې ماسټري لري.

نوموړی له ۱۹۸۶ کال راهیسې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی.

ښاغلی درانی له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کال پورې په کابل کې د پاکستان د سفیر مرستیال وو او په متحده عربي اماراتو او ایران کې يې د پاکستان د سفير په توګه هم کار کړی.

حامد صبوري، د نړیوالو اړیکو کارپوه: «د افغانستان په چارو کې د پاکستان د استازي په توګه د اصف دراني ټاکل په یوه حساس وخت کې وشول او د هغه يو لړ ستونزو حل چې پاکستان يې افغانستان کې لري، خورا مهم دی. د TTP مسله هم د پاکستان لپاره خورا مهمه او حیاتي ده. د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ مسله د پاکستان د بهرني سیاست یو له مهمو محورونو څخه ده، چې باید د پاکستان د استازي له لارې په دوامداره توګه تعقیب شي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د اصف علي دراني له ټاکل کېدو سره هم مهاله له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو د څرنګوالي مسله هم راپورته شوې.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر په دې باور دی چې پاکستان د طالبانو د مشرتابه په کچه نفوذ او اغېز لري او د مهمو دولتي څوکیو په ټاکلو کې رغنده رول لوبوي، خو هغه ټینګار کوي چې د پاکستان دا رول د کم رنګه کېدو په حال کې دی.

حسین حقاني، په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر: «زه فکر کوم پاکستان هره ورځ په دې پوهېږي چې طالبان به په يو مناسب وخت کې د پاکستان له بشپړ اطاعت څخه مخ واړوي. دا په دې مانا چې طالبان اوس مهال له پاکستان پرته د نړۍ له هېڅ هېواد سره جدي اړيکې نه لري، نو دواړه لوري يو بل ته اړتيا لري، خو دا په دې مانا نه ده چې طالبان به تر پايه د پاکستان لاسپوڅي وي او پاکستان به تر پايه پر طالبانو واک ولري. دا اصل کې په دې مانا ده چې پاکستان د یوې داسې ډلې ملاتړ کړی چې پر هغې بشپړ کنټرول نه لري.»

له اصف علي دراني مخکې محمد صادق د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه کار کاوه چې د تېر کال په حوت میاشت کې يې له خپلې دندې استعفا وکړه.

پاکستان تل په نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی، خو تر اوسه د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.