نړۍ

د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره شوې

د ترکیې ۶۹ کلن ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپلې مېرمنې امینې سره په داسې ټاکنو کې رایه ورکوي چې ښایي د هغه د شل کلن حکومت پای وي.

اردوغان اسلام پاله سیاست لري او په پراخو ټاکنیزو کمپاینونو مشهور دی، د ترکیې په واک کې د پاتې کېدو او خپل سیکولر سیال ته د ماتې ورکولو لپاره هڅې کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: «هیله من یم چې د رایو له شمېرلو وروسته، زموږ هېواد، اولس او ډیموکراسي ښه راتلونکی ولري، له خدای تعالی څخه د خپل هېواد، خلکو او ډیموکراسۍ لپاره ښه راتلونکی غواړم.»

په دغو ټاکنو کې د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کمال قیلیچ‌دار اوغلو چې اوس د اپوزیسیون د لوی ایتلاف نوماند دی، د سیکولرې ترکیې پر ارزښتونو په تکیې او پر هغه څه په نیوکې سره چې د اردوغان بدې سیاسي، مدني او اقتصادي کړنې یې بولي، هڅه کوي خپل سیال ته په ماتې ورکولو په ترکیه بدلون راولي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند کمال قیلیچدار اوغلو وايي: «زموږ ټولو زړونه د ډیموکراسۍ، یوووالي او د یو بل په غېږ کې نیولو لپاره هیله من دي، خو له اوس څخه به زموږ په هېواد کې داسې پسرلی راشي چې تل به دوام وکړي.»

که څه هم د اردوغان حکومت په لومړیو او نیمایي کې ترکیه له اقتصادي ودې سره مخ او د نړۍ په یوه لوبغاړي بدله شوه، خو په وروستیو کلونو کې په تېره بیا وروستیو دوو کلونو کې، د ګرانۍ د زیاتوالي په ګډون د خلکو د پلور ځواک د کمښت او د ترکیې د لیرې ارزښت د ټیټېدو له امله، د نوموړي پر حکومت نیوکې زیاتې شوې.

یوه رایه ورکوونکې ګنګور یوجل وايي: «د تېرو ټاکنو په پرتله زما فکر بدل شوی، احساس کوم چې موږ ته سپکاوی شوی او له بېځایه خبرو ستومانه شوي یو، اردوغان ښه کارونه ترسره کړي؛ خو په دې وروستیو کې په خپلو سیاستونو خلکو ته سپکاوی کوي، هغه د ترکیې د ډېری بنسټونو اداره په واک کې اخیستې او لیبرالان او نیوکه کوونکي یې څنډې ته کړي دي.»

که د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو هېڅ یو نوماند له ۵۰ سلنې زیاتې رایې ترلاسه نه کړي، دغه انتخابات به دوهم پړاو ته وغځول شي چې دوې اونۍ وروسته ترسره کېږي.