ښځې

غالۍ اوبدل له زده کړو د بې برخې شویو نجونو وروستۍ هیله

له زده‌کړو او کار څخه د ښځو له منع کېدو وروسته، افغانستان کې ګڼ شمېر نجونو زده‌کوونکو او محصلینو د غالۍ اوبدلو په شان سختو کارونو ته مخه کړې ده.

د هرات د غالۍ اوبدلو په یوه کارځای کې ۳۰ زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې پر غالۍ اوبدلو بوختې وې، خو کارخونه یې د طالب مسوولینو له خوا تړل شوې ده.

د غالۍ اوبدلو په دې کارځای کې یو شمېر کارګرې نجونې وايي، چې پر رواني نارغیو له اخته کېدو د مخنیوي او د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره یې په دې ځای کې کار کاوه، خو د غالۍ اوبدلو دا کارخونه د طالبانو له خوا وتړل شوه.

د نهم ټولګي زده کوونکې سارا سروري وایي چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې د بوختیا لپاره غالۍ اوبدلو ته مخه کړې خو اوس دا کارخونه هم د دوی پرمخ وتړل شوه.

هغه زیاتوي: «ښوونځي ته تلو هیلې مو لرلې، هره ورځ په یوه هیله تلو، د ښوونځي دروازه مو پرمخ وتړل شوه، ډېرې خواشینې یو، له یوې میاشتې راهیسې په غالۍ اوبدلو بوختې وو خو اوس طالبانو دا کارخونه هم بنده کړه.»

د دې کارځای مسووله هاجر ساغري وايي، چې شلو زده‌کوونکو او محصلینو کار ورسره کاوه، خو اوس یو شمېر په کور ناستې دي او ځینې یې هم پر خیاطۍ بوختې دي چې هغه هم له ځوړتیا سره مخ دی.

په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولانې وايي، چې د غالۍ اوبدلو ۳۰ کارخونې په رسمي او ۵۰۰ نور کارځایونه په غیررسمي توګه په هرات کې فعالیت لري.

نجونو په داسې حال کې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې، چې تر ۶۲۰ زیاتې ورځې کېږي له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړل شوي، ډېری نړیوالو سازمانونو له دې جملې ملګرو ملتونو د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله آغا تازه پنجشېر کې د یوې جهادي مدرسې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې اوس‌مهال د نجونو د زده‌کړو لپاره شرایط برابر نه دي.