افغانستان

د تالقان ښار چینې ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ

تخار په پسرلي کې ډېر تفریحي ځایونه او ښکلې منظرې لري. هر کال د غویي میاشتې په رارسېدو سره د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر سیلانیان د تخار ولایت تفریحي ځایونو ته راځي چې څو شېبې په دغه سیمه کې په خوښۍ کې تېر کړي.

د تالقان د «زاړه ښار چینه» چې د خضر په چینه شهرت لري د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه هره ورځ سلګونه سیلانیان دغه ځای ته راځي.

د مزارشریف اوسېدونکی محمد زمان چې د تفرېح لپاره تخار او د زاړه ښار چینې ته راغلي وایي: «موږ د چکر لپاره دلته راغلي یو، له نېکه مرغه هرڅه شته، ښه هوا او خوږې اوبه، دلته ډېر ښه مېلمه پال خلک دي.»

هغه ځوانان چې له نورو ولایتونو څخه د زاړه ښار په رڼو اوبو کې د لامبو لپاره راغلي وایي له سیاسته اخوا له خلکو سره مخامخ شوي چې د اخلاقو او ادب بېلګه دي.

نقیب الله چې له بلخ ولایت څخه تخار ته راغلی وایي: «تخار ښکلې هوا لري او خلک یې هم ښه مېلمه پال دي، موږ دلته خوندور خواړه وخوړل او ښه وخت مې تېر کړ.»

هغه پلورونکي چې د تخار په دې سیمه کې په مېلمه پالنه بوخت دی هره ورځ د ډول ډول خوړو په برابرولو ګڼ شمېر مشتریان لري.

د کوکچې سیند کبان او ځایي مېوې د سیلانیانو لپاره دا سفر لا خوندور کوي که څه هم پلورونکي وايي چې کاروبار یې د تېرو کلونو په پرتله کمزوری شوی دی.

د دې سیمې د یوه رستورانت خاوند وایي: «موږ دلته پیرکي، شړومبې، کباب او ترټولو مهم کباب لرو، موږ د رخصتیو په ورځو د هېواد د نورو ولایتونو د سیلانیانو کوربتوب کوو.»

د زاړه ښار چینه چې یو شمېر کسان یې د خضر چینه هم بولي د تالقان ښار یوه مشهوره سیمه ده. که څه هم ددې تاریخي ځای د لرغونتوب په اړه کره مالومات نشته، خو ددې سیمې بوډاګان د سیلانیانو د ورتلو ډېرې خاطرې لري چې کلونه وړاندې د سیل او تفرېح لپاره دغه ځای ته راتلل.