نړۍ

هند کې د ناروغانو د شمېر په پرتله د ډاکترانو کمښت

هند د ډاکترانو له کمښت سره مخ دی او په دې هېواد کې د ډاکترانو شمېر د هغو ناروغانو په پرتله، چې درملنې ته اړتیا لري کم دی.

د هند له ګوټ‌ګوټ څخه سلګونه ناروغان د درملنې لپاره په ډهلي کې له روغتونونو بهر شپې تیروي.

یو له دوی څخه میتیلیش چهودري دی چې، د ډیلي «AIIMS» روغتون ته د رسېدو لپاره یې ۱۲۰۰ کیلومتره مزل کړی خو دلته له څو ورځو په تمه کېدو سره سره د درملنې وار نه دی ورته رسېدلی.

د ناروغ نیکه بهیم لال وویل: «موږ له بیهار څخه ډیلي ته راغلي یو. ډاکتر زمونږ په نسخه کې لیکلي، چې درملنه به دې ډیلي کې ترسره شي. خو سره له دې چې راغلي یو، تر اوسه هېڅ نه دي شوي. ښایي یوه اونۍ یا ۱۵ ورځې دلته و پاتې شم. له درېیو ورځو راهیسې په چوک کې اوسېږم او د درملنې څرک نشته.»

په وروستیو لسیزو کې، په هند کې د ډاکټرانو شمیر د هېواد د نفوس په پرتله کم شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د سپارښتنو له مخې باید د هرو زرو ناروغانو لپاره یو ډاکټر وي، خو د دې سازمان وروستۍ څېړنې ښيي، چې په هند کې د هرو زرو ناروغانو لپاره ۰.۷ ډاکتران شتون لري او دا کمښت په لیرو پرتو سیمو کې تر دې هم زیات دی.

د دغې برخې مسوولین، وایي په ډېرو هڅو سربېره بیا هم په کلیوالو سیمو کې د ډاکترانو د د ګومارلو بهیر کمزوری دی.

د هند د روغتیايي سرچینو شبکې ډاکټر او تخنیکي سلاکار واندانا پرساد په دې اړه وویل: «دولتي روغتونونو کې ډېری ډاکټران هم په شخصي ځایونو کې کار کوي، چې کله قانوني او کله ناقانونه وي. خو په بې‌برخو سیمو کې ډاکټران په شخصي توګه کار نه کوي. دوی د تګ راتګ په اړه اندېښنه لري. دوی نه پوهیږي چې ایا هغه تجربه چې هلته یې ترلاسه کوي د زده‌کړو ته دوام ورکولو لپاره به بسنه کوي که نه. هغه ډاکټران چې کورنۍ لري په ناامنو سیمو کې د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځیو د نه شتون په اړه اندېښمن دي.»

د نريندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو او پر نورو دولتي روغتونونو د فشار د کمولو لپاره لسګونه دولتي روغتونونه جوړ کړي؛ خو د ډاکټرانو د نشتون له امله دا روغتونونه ګټور نه دي.