افغانستان

راپور: افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې ځورول او نیول شوې دي

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د ملګرو ملتونو لخوا ګمارل شوې یو شمېر افغان مېرمنې ځورول او آن نیول شوې، ځکه چې طالبانو دوی له کار کولو  منع کړي او  همدارنګه د دوی په تګ راتګ باندې یې بندیزونه لګولي دي.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي ، دا د طالبانو له خوا د توپیري او ناقانونه کړنو په لړ  کې نوی اقدام دی چې موخه یې په افغانستان کې د عامه او ورځني ژوند په ډېرو برخو کې د ښځو او نجونو ګډون په جدي توګه محدودول دي.

په راپور کې ویل شوي ، د ۲۰۲۳ کال د اپریل په پنځمه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته خبر ورکړ چې له افغانستانه به ښځو ته په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو لپاره د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي او دا اقدام به په پوره توګه عملي شي.

دا پرېکړه په واقعیت کې هغه بنديزونه بيا تطبيق کوي چې مخکې یې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه په یوه اعلان کې په ټولو بهرنیو او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی و.

راپور زیاته کړې: تر دې دمه، د ملګرو ملتونو څو تنه ښځینه کارکوونکو د ځورونې، ډارولو او نیولو په څېر محدودیتونو سره مخ شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، له همدې امله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې لږ تر لږه د ۲۰۲۳ کال د مې تر پنځمې دې دفتر ته راپور نه ورکوي.

راپور زیاتوي، چې طالب چارواکي سږکال د مخالفتونو غږونو ځپلو ته دوام ورکوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو راپور د مارچ په میاشت کې د څلورو ښځو د نیولو یادونه کوي. دغو ښځو په کابل کې د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو په هکله د لاريون پرمهال نيول شوې دي.

ملګرو ملتونو په فبرورۍ میاشت کې په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو د فعالې پريسا مبارز او د هغې ورور نيولو ته هم اشاره وکړه.

د راپور له مخې، د مدني ټولنې یو شمېر نور فعالان – چې د راپورونو پربنسټ له تورونو پرته – د طالبانو د استخباراتو له خوا له اوږدې مودې راهیسې په خپلسري توګه نیول او خوشې شوي دي.

یوناما په راپور کې ویلي چې دا اقدامات به د سوکالۍ ، ثبات او سولې لپاره د افغانستان په لید باندې ناوړه اغېز ولري.

طالبانو هم له تېرو دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې. په ډسمبر میاشت کې طالبانو ښځې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې وې.

په راپور کې له مخکیني حکومت سره د تړلو خلکو د غیر قضایي وژنو یادونه هم شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، د مارچ په پنځمه په کندهار کې، طالبان ځواکونو یو پخوانی پولیس افسر له خپل کور څخه نیولی او بیا یې په ډزو وواژه. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په همدې میاشت کې یو پخوانی پوځي چارواکی د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغان ملي امنیت او دفاعي ځواکونو خپلسري نیول او توقیف هم په فبرورۍ، مارچ او اپریل کې ترسره شوي.

په یوه جلا راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ملګرو ملتونو پر طالبانو سخته نیوکه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په عامو خلکو کې د اعدامونو ، وهلو او سنګسار سزاوې زیاتې شوې او پر طالبانو یې غږ وکړ چې دا کړنې ودروي.

یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۷۴ نارینه ، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې وویل چې د افغانستان قوانین د اسلامي قوانینو او لارښوونو پر بنسټ دي او د افغانانو لوی اکثریت دغه مقررات مني.