سوداګري

د جوزجان د کروندګرو ۷۰ سلنه حاصلات د وچکالۍ له امله له منځه تللي

جوزجان ولایت کې کروندګر وايي، سږ کال يې د کرنیزو محصولاتو لویه برخه د وچکالۍ او د کرنیزو اوبو د نشتوالي له امله له منځه تللې ده.

په همدې حال کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د جوزجان د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي آمو ټلویزیون ته وايي چې په تېر ژمي کې د وچکالۍ، د کرنیزو اوبو د نشتوالي او کنګلونو له امله د دغه ولایت ډیری کرنیز حاصلات، څړځایونه او څاروي هم له منځه تللي دي.

د جوزجان اوسېدونکي او بزګران وايي، چې ۲۲۵ هکتاره کرنیزه ځمکه کې يې د غنمو او وربشو کښتونه کړي، خو له بده‌مرغه د دغو محصولاتو ۷۰ سلنه د وچکالۍ له امله له منځه تللې او په دې ولايت کې تر ۱۵۰ زره هکتاره زیات څړځایونه وچ شوي دي.

محمد چې په جوزجان ولایت کې یو بزګر دی، وايې زموږ ټولې هیلې د سږ کال د کرنې ته وې، چې له بده‌مرغه د پرله‌پسې وچکالیو له امله مو د کرنې په برخه کې زیان ولید او کروندګر به سږ کال خپل لګښتونه هم پوره نه کړي. دوی وايي، که مرسته ورسره ونه شي څاروي او کرنیز محصولات به یې له منځه ولاړ شي.

افغانستان د هغو ۷ هېوادونو له ډلې چې له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي

افغانستان له هغو ۷ هېوادونو څخه دی، چې سخته بېوزلي او لوږه پکې روانه ده، دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان له هغو ۷ هېوادونو څخه دی چې سخت فقر او لوږه لري.

په راپور کې ویل شوي، ۲۰۲۲ کال په پرله‌پسې ډول څلورم کال دی چې په نړۍ کې د هغو خلکو شمېر چې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وو او خوړو او مرستو ته اړتیا لري زیات شوی دی.

راپور ښیې چې په ۵۸ هېوادونو او سیمو کې شاوخوا ۲۵۸ ملیونه خلک په ۲۰۲۲ کال کې له درېیو څخه تر پنځو پړاوونو کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي، داسي حال چې په ۲۰۲۱ کال کې ۵۳ هېوادونو کې ۱۹۳ ميليون تنه وو.

راپور چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو بنسټونو د شبکې له خوا چمتو شوی څرګندوی، چې د ۷ هیوادونو خلک له ۲۰۲۲ زېږدیز کال راهیسې په یو وخت کې له خورا بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.

د راپور له مخې۵۷ سلنه وږي په سومالیا کې وو، داسې حال چې دا ډول شرایط په افغانستان، بورکینا فاسو، هایټي، نایجیریا، سویلي سوډان او یمن کې پېښ هم شوي دي.

د راپور موندنې تاییدوي چې په اوکراین کې جګړو پر نړیوال خوراکي خوندیتوب ناوړه اغېزه کړې ځکه د تېلو، اړینو خوراکي توکو په ځانګړې توګه د غنمو په نړیوال تولید او سوداګرۍ کې اوکراین او روسیې لويه برخه لرله.