نړۍ

ایران او سعودي عربستان به په راتلونکو ورځو کې خپل سفارتونه بیا پرانیزي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي چې ایران او سعودي عربستان به په راتلونکو څو ورځو کې خپل سفارتونه پرانیزي.

امیر عبداللهیان چې د لبنان په پلازمېني بیروت کې یې په خبري‌ ناسته کې خبرې کولې، په تهران او ریاض کې د سفارتونو د بیا پرانیستو لپاره کومه ځانګړې نېټه اعلان نه کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د کوچني اختر په ورځ د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ ټلیفوني خبرو کې موافقه وشوه چې په راتلونکو ورځو کې به په دواړو هېوادونو کې خپل سفارتونه او کونسلګرۍ پرانیزو.»

له کلونو دښمنۍ وروسته دغو هېوادونو د مارچ په میاشت کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو موافقه وکړه.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې د ایران له خوا د یوه شیعه عالم تر اعدام وروسته په ایران کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو استازولیو د قهرجنو اعتراض کوونکو د بریدونو په غبرګون کې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړې.

سعودي عربستان پر ایران تور پورې کړی چې دغې ډلې ته یې هغه ډرون او بالستیک توغندي ورکړي چې حوثي یاغیانو د سعودي عربستان ښارونه په نښه کړي دي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې، حوثیانو د سعودي آرامکو نافي تاسیسات په ډرون سره په نښه کړل، چې د دې هېواد د تیلو نیمایي تولید یې ودراوه. ریاض په دغه برید کې تهران په لاس لرلو تورن کړ، خو ایران دا ادعاوې رد کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د سوریې د کورنۍ جګړې په ګډون په سیمه کې شخړې زیاتې کړې.

ایران او سعودي عربستان تېره میاشت هوکړه وکړه چې د چین په منځګړتوب به خپل ډیپلوماتیک کړکیچ پای ته ورسوي او خپل سفارتونه به بېرته پرانیزي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: «لکه څنګه چې مې وویل، سیمه د ګډو همکاریو په لور روانه ده. موږ د ایران-سعودي تړون نه یوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سم، بلکې د ټولې سیمې په ګټه ارزوو.»

امیرعبداللهیان لبنان ته د سفر په پای کې د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله په ګډون له لبنانی چارواکو سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم په نږدې راتلونکي کې دمشق ته سفر کوي. هغه د دغه سفر دقیق وخت یاد نه کړ.

دا به په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې دمشق ته د یوه ایراني ولسمشر لومړی سفر وي چې ددغه هېواد له ولسمشر بشارالاسد سره وګوري.

د ایران او روسیې په پوځي او اقتصادي مرستو سره اسد وتوانېده چې د دغې جګړې پرمهال د داعش او القاعدې ډلې وځپي او د خپل هېواد ډېره برخه بېرته تر خپل کنترول لاندې راولي.