سویلي آسیا

د پوځ په لاس د پاکستان حکومت د ړنګېدو په اړه د پخواني لومړي وزیر عباسي خبرداری

د پاکستان پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د پوځ په لاس د پاکستاني حکومت د ړنګېدو په اړه خبرداری ورکړی.

عباسي له «ډان» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې اوسنی اقتصادي او سیاسي کړکېچ به په پاکستان کې د پوځي واکمنۍ لپاره زمینه برابره کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې پوځي رژیمونه تل د نظام د ناکامۍ یا د بنسټونو او سیاسي مشرانو تر منځ د اختلافاتو په صورت کې رامنځته کېږي او د پاکستان له ټولو ګوندونو یې وغوښتل چې د دې کړکېچ د هواري لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.

عباسي ګواښ وکړ که کړکېج زیات شي نو ښایي پوځ مداخله وکړي او واک ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «دا په ډېرو هېوادونو کې رامنځته شوي، کله چې سیاسي نظام او اساسي قانون ماتې خوري له قانون نه پورته اقدامات ترسره کېږي.»

هغه ټینګار وکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي او پوځ بله چاره ونه لري، تاسو به د “زما ګرانو هېوادوالو” زړې خبرې واورئ چې له پوځي اشغال سره به مخ شي.

هغه د نظامي حکومت په تړاو هم نظر ورکړ، چې وضعیت به ډېر خراب کړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر وویل: «د حل لار یوازې د واک وېش دی، نن هر سیاسي ګوند ۱۲ میاشتې په دولت کې ګډون درلود، خو تراوسه یې هېڅ کار نه دی کړی ستونزه د اقتصادي ناورین ده.»

هغه زیاته کړه: «موږ د اساسي قانون او سیاسي او قضایي نظام د ماتې ډېره لویه مخنیه لرو.»

په همدې حال کې عباسي د پاکستان له مسلم لیګ، د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان او د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر څخه وغوښتل چې د سیاسي حل د موندلو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

هغه دا هم وويل چې په ډېری هېوادونو کې چې ډيموکراسي واکمنه ده هلته تل انتخابات د سياسي بحرانونو د حل يوازینۍ لاره ده، خو په پاکستان کې دا ځل انتخابات د حل لاره نه ده او ښکېلې خواوې بايد له يو بل سره خبرې اترې وکړي.

عباسي همداراز د بهرنیو هېوادونو د مداخلې په اړه وویل: “زموږ دوست هېوادونه هرومرو ګوري چې په پاکستان کې څه کېږي. دوی به خپله ونډه لوبوي، خو ښايي د پردې تر شا. “دوی خپل نفوذ کاروي، دا یوازې موږ ته سم لوري ته لارښوونه کوي او د حل لاره پیدا کوي.”

عباسي د پاکستان پر اوسنیو سیاستوالو نیوکه وکړه او وې ویل چې دا نه شي کولای یوازې د اټومي ځواک پر بنسټ له نړۍ سره تعامل ولري.

بل لور ته عباسي ټینګار وکړ، چې اسلام آباد باید خپله کړنلاره د نړیوالو لپاره سمون راولي او هغه څه چې ترې غواړي باید تعامل ورسره وکړي.