افغانستان

له یوې میاشتې راهیسې د ملګروملتونو ۴۰ میلیون ډالري بستې افغانستان ته نه دي رسېدلې

په داسې حال کې چې د ښځو د کار د دوام د مخنیوي په غبرګون کې د طالبانو او ملګروملتونو ترمنځ جنجال روان دی؛ طالبانو له یوې میاشتې راهیسې د ملګروملتونو سازمان ۴۰ میلیون ډالري بستې نه دي ترلاسه کړې.

ددغو مرستو دوام په داسې حال کې له بندون سره مخ شوی چې طالبان لا هم په ملګروملتونو سازمان کې د ښځینه کارکوونکو د کار د داوم مخالف دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د وروستي راپور له مخې، دغې ډلې د وروستي ځل لپاره د مارچ په څوارلسمه نېټه ۴۰ میلیون ډالري بسته ترلاسه کړې.

خو هغه پوښتنه چې تل مطرح کېږي، دا ده چې واقعاً طالبان دغو ۴۰ میلیون ډالري بستو ته لاسرسی نه لري او ريښتیا هم د مرستندویه بنسټونو له خوا مصرفېږي؟

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي: «دا چې ۴۰ میلیون ډالر بشري مرسته ده دا یو پوښښ دی او هېچا ته نه رسېږي او په هېڅ سیمه کې څوک نه دي لیدل شوي چې ویلي یې وي دوی موږ ته پيسې راکړې.»

خو له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر ټینګار کړی چې مرسته شوې پیسې د طالبانو له لاسرسي لیرې په یوه خصوصي بانک کې ساتل کېږي او یوازې هغه مرستندویه بنسټونه چې د ملګروملتونو سازمان اړوند دي له دغو پيسو کار اخلي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مخکیني مرستیال مایکل سمپل وویل: «دا پیسې د بشري مرستو پروګرام د پرمخ بیولو لپاره دي او اسلامي امارت (طالبانو ادارې) ته مرسته نه ده، دا مرستې د افغانستان د مستحقو خلکو لپاره دي.»

د جمعې په ورځ سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې ويلي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په غوښتنه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو ارزونه کوي.

ویل شوي چې په دې ماموریت کې به د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې بیا د ۲۰۲۳ کال د اپرېل دوو لومړیو ورځو د امریکا د مالي مرستو ارزول شامل وي.

محمد محقق وایي: «طالبان په دې کړنو او مشروعیت په نه لرلو سره، دوی د په رسمیت پېژندلو وړ نه دي او دوی ته د پیسو ورکولو مستحق هم نه دي، خو دا چې امریکا وایي: زورورې اوبه مخ پورته ځي، دوی خپلې پیسې ورکوي دا د دوی خپل کار دی.»

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې ۵۵ څلوېښت میلیون ډالري بستې افغانستان ته رسېدلې دي، خو ددغو پیسو د مصرف څرنګوالی د افغانستان د برخلیک په شان پېچلی او ناڅرګند دی.