نړۍ

عربي ټولنې ته د سوریې د ستنېدو احتمال؛ د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ریاض کې سره وکتل

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د خلیج د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د مصر، عراق او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو د عربستان په پلازمیني ریاض کې د ناستې پرمهال عربي ټولنې ته د سوریې دولت د ستنېدو د احتمال په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه بیانیه کې راغلي، دا ناسته چې د سعودي بربستان په بلنه په سیمه کې د وروستیو سیمه ییزو اختلافاتو په بیا زیاتېدو ترسره شوه، له هوکړې پرته پای ته ورسېده.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په تېرو ورځو کې ویلي و چې په ۲۰۱۱ کال کې په عربي ټولنه کې د سوریې د عړیتوب د ځنډولو اصلي لامل تراوسه پر خپل ځای دی.   

د یوې نږدې سرچینې په وینا، د اردن دولت تله ناستې مخکې ویلي و چې د «عربو د ګډې سولې طرحې» د اجرا په حال کې دی چې کولای شي په سوریه کې له یوې لسیزې زیاتو ورانوونکو نښتو ته د پای ټکي کېږدي.

سعودي عربستان ډېره موده کېږي چې له اسد سره د اړیکو له عادي کولو سره مخال دی. عربستان له ایران سره د اړیکو د بېرته پيلولو وروسته چې په سیمه کې د سوریې اصلي متحد دی، وویل له دمشق سره نوې تګلاره اړینه ده.

دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې ډېر ژر به په تهران او ریاض کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د ریاض او دمشق ترمنځ د بیا ځلې اړیکو ټینګول د عربي هېوادونو او سوریې ترمنځ اړیکو په بیا عادي کولو کې یو مهم پرمختګ دی.

ډېری عربي او لوېدیځو هېوادونو د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلولو وروسته له بشار الاسد سره خپلې اړیکې پرې کړې.

له ۲۰۱۱ کال وروسته ډېری لوېدیځو او عربي هېوادونو د سوریې له ولسمشر بشارالاسد او د هغه له دولت سره د لاریونونو د وحشیانه ځپلو له امله اړیکې پرې کړې، خو په وروستیو میاشتو کې یو شمېر عربي هېوادونو له هغې جملې مصر او متحده عربي اماراتو له دمشق سره خپلې اړیکې ښې کړې دي.

د سوريې د جګړې له امله سلګونه زره تنه مړه او میلیونونه نور بېلابېلو هېوادونو ته کډه شول چجې یوازې یوه کورنۍ جګړه پاتې نه شوه بلکې د قدرتونو د نیابتي جګړې په ډګر بدله شوه.

امریکا او د سعودي عربستان او قطر په شان د هغې څو سیمه ییز متحدین د سوریې حکومت ضد یو شمېر مخالفتونو په مشرۍ تورن دي.

بشارالاسد د ایران او روسیې په مرسته وتوانېده چې په ډېری سیمو کې خپلو مخالفینو ته ماتې ورکړي.