ښځې

«اختر بازار» په هرات کې د ښځو له لاسي صنایعو د ملاتړ فرصت

په هرات کې د سوداګرو مېرمنو د اختر نندارتون کار پیل کړ. په دغه نندارتون کې چې د لسو ورځو لپاره جوړه شوې، د ښځو لاسي صنایع په ۴۵ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولینې وايي، هرات یوازینۍ ولایت دی چې په لوېدیځه حوزه کې یې د نورو ولایتونو په پرتله د ښځو بازار لا هم فعال دی.

د هېواد په لوېدیځ کې د ښځینه سوداګرو خونې مرستیاله بهناز سلجوقي وایي، تر نن پورې یوازې د هراتیو مېرمنو لپاره د ښځو د سوداګرۍ خونې له خوا نندارتون جوړ شوی دی.

هغې ټینګار وکړ: «دا نندارتون به لس ورځې پرانیستی وي او په کابو ۴۵ غرفو کې توکي نندارې ته اېښودل شوي چې ټول د ښځو لاسي صنایع دي، په دغو محصولاتو کې ترشيجات، لاسي صنایع، افغاني ګند او ډول ډول خوراکي توکي شامل دي.»

له بلې خوا په هرات کې یو شمېر ښځینه پلورونکو ددغه نندارتون له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او وايي، د طالبانو له خوا له لګول شویو محدودیتونو سره سره هڅه کوي چې خپل فعالیتونه پراخ کړي او له دغه بازاره د ښځو د ملاتړ غوښتونکې دي.

یوه سوداګره مېرمن راحله صالحي په دې اړه وایي: «دغه نندارتون له سوداګرو ښځو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی ترڅو له دوی په ملاتړ سره یې د کاروبار د پرمختګ شاهد واوسو.»

یوه بله پلورونکې ښځه مهتاب احمدي چې په دې نندراتون کې غرفه لري وایي: «د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې زموږ پلور کم شوی و او پېردونکي مو نه لرل. هیله‌منه یم د دغه نندارتون په جوړولو زموږ بازار ښه‌والی ومومي.»

په همدې حال کې دغه نندراتون ته راغلې ښځې وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې ښځې نه شي کولای زده‌کړې او کار وکړي د دا ډول نندراتونونو رامنځته کول د هغو ښځو لپاره غوره فرصت دی چې غواړي په اقتصادي برخه کې فعالیت ولري او باید له هغوی ملاتړ وشي.

کلثوم چې د توکو د پېرلو لپاره دغه نندراتون ته راغلې وایي: «ښځې د کار او زده‌کړو اجازه نه لري، خو کله چې داسې نندارتونونه جوړېږي باید موږ ښځې له خپلو هم‌ډولو ملاتړ وکړو.»

هرات، بادغیس، غور او فراه د هېواد په لوېدیځه حوزه کې له هغو ولایتونو دي چې ښځې پکې اقتصادي فعالیتونه لري، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د هغوی سوداګري له پرځېدو سره مخ شوې ده.

دغه نندراتون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې غور، فراه او بادغیس کې سوداګرې مېرمنې له آمو سره په خبرو کې وایي، د هغوی سوداګري چندان ښه وضعیت نه لري.