افغانستان

ننګرهار کې موټرچلوونکي د طالبانو له لوړې مالیې شکایت لري

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د کابل هډې موټر چلوونکي او هټۍوال وایي، د طالبانو له راتګ وروسته پرې یوازې فشار راوړل شوی او هېڅ آسانتیا نه ده ورته برابره شوې.

دوی زیاتوي، د طالبانو له راتګ وروسته یې تمه لرله، چې خدمات به ورته وړاندې شي، خو له بده مرغه هېڅ ډول خدمات نه دي ورته برابر شوي.

په دغې هډې د هټۍوالو ټولنې رییس ولي ګل ناصري وایي چې دوی ته د دې پرځای طالبان ورته خدمات وړاندې کړي مالیه یې ورته لوړه کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «موږ نور څه نه غواړو دا لارې او کوڅې دې پخې کړي، زنانه وو ته دې مناسب ځایونه برابر کړي، خو قراردادي وایي زه یوازې ټکس ټولوم نور زما دنده نه ده، نو هیله مو دا ده چې طالبان په دې برخه کې کار وکړي او خدمات وړاندې کړي.»

موټر چلوونکي هم د طالبانو له لوړو مالیو شکایت کوي او وايي، ډېری  موټرچلوونکي د ترانسپورت د لوړې مالیې د ورکولو وس نه لري.

پرویز چې د کابل ـ جلال آباد لارې موټر چلوونکی دی وایي، طالبانو له دوی د ترانسپورت په نوم لوړه مالیه اخلي.

نوموړی هیله مندي ښيي، چې طالبان خلکو ته د ستونزو د رامنځته کولو پر ځای آسانتیاوې برابرې کړي.

پرویز یاتوي: «بیخي دا ځای نظم نه لري د سپرلۍ د ناستې ځای نشته، ترانسپورت والا پيسې په بډو وهي د لسو پرځای شل افغانۍ اخلي، د ښاروالۍ پارچه بېله ده د هډې تاجايي جلا ده او ترانسپورت بیا نورې پیسې اخلي مونږ حیران یو دومره پیسې له کومه کړو.»

یو بل موټر چلوونکی عزت الله بیا د دې ترڅنګ په ښار کې خپلسرې هډې لویه ستونزه بولي.

هغه وایي که په ښار کې د خپلسرو هډو مخه هم ونیوله شي ښایي یو څه نظم برابر او د موټر چلوونکو کارونه ښه شي.

نوموړی زیاتوي: «اصلي ستونزې نورو هډو جوړه کړې دوسرکه او چمتله کې موټر ډکېږي خو طالبان څه نه ورته وایي.»

له بلې خوا، د طالبانو د ترانسپورت ریاست مسوولین د مالیې د لوړېدو ستونزه ردوي، خو زیاتوي چې يو شمېر کسان په خپلسر له موټرو پیسې اخلي، چې ځينې يې دوي نیولي هم دي.

د طالبانو د ترانسپورت رییس مفتي محمد زمان مزمل وایي: «کله په سرای کې بې اصوله درېږي او کله هم بل ځای په غلا درېږي، هلته خلک په خپلسر ترې پيسې اخلي خو دوی یې په ترانسپورټ پسې تړي، د ترانسپورت خپل کمېشن هډه کې دی، ترانسپورت ترې ۵ سلنه په هډه کې اخلي او ۳ سلنه په بندرونو کې اخیستل کېږي.»

د ترانسپورت رييس همداراز په دغه هډه کې د خدماتو د نشتوالی پړه پر قرادادي وراچوي او زیاتوي چې خدمات د قراردادي مسوولیت دی.

هڅه مو وکړه چې په کابل هډه کې د خدماتو د نه ترسره کولو په اړه ددې هډې د قراردادي نظر هم واخلو خو له پرلپسې اړیکو سره سره خبرو ته حاضر نه شو.

د طالبانو له راتګ وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لوړو مالیو له امله د هټۍوالو او موټر چلوونکو شکایتونه زیات شوي او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.