سوداګري

د نړۍ د تېلو ستر تولیدوونکي هېوادونه خپل تولید کموي

سعودي عربستان او د تېلو د صادروونکو سازمان غړو هېوادونو او د (اوپک پلس) له غړو پرته هېوادونو د یکشنبې پر ورځ په ناڅاپي توګه پرېکړه وکړه ترڅو د راتلونکې میاشتې له پيل څخه د تېلو د تولید کچه په ورځ کې ۱.۱۶ میلیون بشکو ته راکمه کړي.

په نړۍ کې د تېلو ترټولو ستر صادروونکي سعودي عربستان ویلي، چې دا کموالی د تېلو په نړیوال بازار کې د ثبات په موخه تر ډېره یو مخکې له مخکې اقدام دی.

د تېلو بازار کارپوهانو رویټرز ته ویلي، چې دغه ناڅاپي پرېکړه د احتیاط له مخې شوې او لاسوهنې به هم په دې پرېکړې کومه اغېزه ونه‌لري.

د انرژۍ خدماتو «جي‌ټي‌ډي» سلاکار جان دریسکول وویل: «هغوی غواړي ډاډمن شي، کله چې وروستۍ بشکه هم سپاري، بازار له تېلو نه ډکېږي او کولای شي دغه برخې، هم عرضه او غوښتنه په تعادل حالت کې وساتي ترڅو د خوښې وړ بیې ته ورسېږي؛ زه فکر کوم چې په پام کې نیول شوې بیه د هرې بشکې لپاره ۸۰ ډالر دي.»

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد په خپله خوښه له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۳ کال تر پایه د خپل تولید کچه په ورځ کې ۵۰۰ زره بشکو ته راکمه کړي.

په همدې حال کې عراق به له مې میاشتې څخه د روان کال تر پایه د خپل تولید کچه ۲۱۱ زره بشکې، متحده عربي امارات ۱۴۴ زره بشکې، کویټ ۱۲۸ زره، قزاقستان ۷۸ زره، الجزایر ۴۸ زره بشکو او عمان ۴۰ زره بشکو ته راکمه کړي.

اخوا، امریکا د تېلو د تولیدوونکو هېوادونو دغه پرېکړه «غیرعاقلانه» بللې ده.

د انرژۍ خدماتو «جي‌ټي‌ډي» د مشاروې مدیر جان دریسکول وویل: «که دا احتمال وي چې غوښتنې د اټکلونو له مخې پرمخ ولاړې نه شي او وضعیت ښه نه شي، هغوی به پرمخ ولاړ شي او د لوېدیځ یا جو بایډن په هېڅ ډول اعتراض به ډډه ونه‌کړي.»

د تېلو بازار دغه کارپوه همداراز ویلي، چې چین په نړۍ کې د تېلو ترټولو لوی غوښتوونکی هېواد دی او له روسیې سره د دغه هېواد ځانګړې اړیکې د اوپک سازمان په پرېکړه کې رول لرلی دی.

د هغه په وینا اسیا کې انرژۍ پورې تړلي نور اقتصادونه د بېلګې په توګه سنګاپور به د تېلو د تولید د کمښت پروړاندې زیانمنوونکی وي.

تمه کېده چې (اوپک پلس) ډله په ورځ کې تر ۲ میلیون بشکو پورې د تېلو د تولید د کمولو په تړاو خپله مخکینۍ پرېکړه د روان کال تر ډسمبره پورې وساتي.

د رویټرز د اټکلونو له مخې دغه ژمنې د (اوپک پلس) ټول تولید ۳.۶۶ میلیون بشکو یا د نړیوالۍ غوښتنې ۳.۷ سلنې معادل کچې ته رارسوي.

په همدې حال کې ځینو شنونکو ویلي، چې دغه کموالی به د تېلو بیه په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال کې هره بشکه ۹۵ تر ۱۰۰ ډالرو ته راورسوي.