افغانستان

د پوهنې د ناوړه وضعیت په اړه د هرات د ښوونکو اندېښنه

عکس از آرشیف.

د هرات په لیرو پرتو ولسوالیو کې د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي په دې ولسوالیو کې د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د غوریان ولسوالۍ د یوه ښوونځي ښوونکې سیما محمدي وایي: «د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد د پوهنې وضعیت ډېر خراب شوی، ډېری زده‌کوونکو ښوونځی پرېښود او ان زیات شمېر ښوونکي وزګار شول او وضعیت ډېر خراب دی.»

عایشه نوري د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې بله ښوونکې ده، هغه وایي: «د حکومت (طالبانو) له خوا د ښوونکو او زده‌کوونکو د ظرفیت لوړولو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي. د پوهنې او روزنې په برخه کې ستونزې د جبرانولو نه دي. ټول په ځانګړې توګه هغه نجونې چې له لومړي تر شپږم ټولګي ښوونځي ته ځي، ښه وضعیت نه لري.»

د ښوونکو د خبرو خلاف هرات کې د طالبانو د پوهنې ریاست وایي، چې وضعیت ښه دی او په نوي ښوونیز کال کې به د زده‌کوونکو شمېر زیات شي.

د هرات د پوهنې رییس عبدالله امیني د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې ۱۴۰۲ کال کې په دې ولایت کې کابو ۷۰۰ زره زده‌کوونکي ښوونځیو ته ځي.

د نوموړي په وینا په نوي ښوونیز کال کې به هېڅ ښوونځی تړلی نه وي او هرات ښار او ۱۹ ولسواليو کې به ۱۲۰۰ ښوونځي د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستي وي.

یوازې د ښوونځیو ښوونکي د ښوونې روزنې وضعیت ته اندېښمن نه دي بلکې په افغانستان کې د ماشومانو او زده‌کړو ملاتړي بنسټونه هم له هغوی سره یو شان نظر لري.

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف ویلي، چې افغانستان کې لږترلږه ۴.۲ میلیونه ماشومان له زده‌‌کړو بې‌برخې دي چې له دې منځه ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ماشومانو د ملاتړ د نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو دوه یې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

په همدې حال کې هرات ولایت کې یوه خصوصي خیریه بنسټ ۲۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. دغه ماشومان د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ژوند کوي.

د دغه خیریه بنسټ مسوولین وایي، چې دا ماشومان د بې‌سرپرسته او اړمنو کورنیو اړوند دي چې د اقتصادي ستونزو له امله له ښوونځیو پاتې دي.