افغانستان

د بشري حقونو کمېسیون د ۷ خبریالانو، استادانو او بشري حقونو د فعالانو د خوشي کېدو غوښتونکی شو

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له خوا د فرهنګي او مدني فعالانو د ژر ترژره خوشي کولو غوښتونکی شو.

دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره لیکلي چې طالبان باید د صدای هموطن د کلتوري ـ هنري بنسټ غړي ذکریه اصولي، رسول پارسي، نرګس سادات، موسی شاهین، مرتضی بهبودي، سید محمد حسیني او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا له زندانه خوشي کړي.

دغه کمېسیون ویلي چې طالبان باید له کوم ځنډ پرته دا کسان چې د کلتوري، بشري حقونو او ښوونیزو فعالیتونو له امله نیول شوي خوشي کړي.

د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې همداراز د بښنې د نړیوال سازمان د راپور هرکلی شوی او ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید ددغه سازمان غوښتنو ته پام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې چې تېره اونۍ خپور شو، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې لیکل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک تر سخت فشار لاندې دي او د ښځو او رسنیو آزادي محدوده شوې ده.

د بشري حقونو د دغه بنسټ د وروستي راپور له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان کې، په هېواد کې تاوتریخوالی، بې وزلي او وچکالي زیاته شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمایي بیا د ۲۰۲۲ کال د جون تر نیمایي پورې یې کابو ۲۳۷ له قضايي پرېکړې اخوا اعدامونه ثبت کړي دي. لکه څنګه چې د ملګروملتونو سازمان په دسمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د کابو ۶۹ له قضايي حکم پرته وژنو په اړه رپوټ ورکړی چې ډېری یې د مقاومت جبهې غړي وو.

د بښنې نړیوال سازمان په دې رپوټ کې په افغانستان کې پر قومي او مذهبي ډلو د داعش د خراسان څانګې هدفي بریدونو ته هم اشاره کړې ده.