افغانستان

ملګري ملتونه: طالبان باید ژر ترژره مدني فعالان او خبریالان خوشي کړي

د ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مدني ټولنې د فعالانو او رسنیو د کارکوونکو «خپلسري» نیونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان په  اړه د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ویاند جرمي لارنس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هغو کسانو د نیولو دوام چې د «طالبانو د توپيري سیاستونو» په وړاندې درېږي، د اندېښنې وړ دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د ټولو هغو کسانو د ژرترژره خوشي کېدو غوښتونکي یو چې په خپلسر نیول شوي دي. هېڅوک باید له خپلو او د نورو له اساسي حقونو د دفاع لپاره ونه نیول شي.»

لارنس ټینګار کړی چې د عقیدې او بیان آزادۍ د حق په شان اساسي مشروع حقونو لپاره د سزا په توګه نیول کېدل، د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو پربنسټ، «خپلسرې» کړنې دي.

د زده کړو فعال او د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا تېره اونۍ د یوه تصویري پيغام له خپرولو وروسته چې په هغې کې د نوموړي د بنسټ رضاکاره نجونو له طالبانو غوښتي و، د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي د طالبانو له خوا ونیول شو.

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ویاند ویلي، تراوسه د ښاغلي ویسا د برخلیک په اړه راپور نه دی ورکړ شوی او د نوموړي دوه وروڼه هم په بند کې دي.

ښاغلي لارنس زیاته کړې چې طالبانو د نرګس سادات، ذکریا اصولي، سلطاعلي ضیایي، خیرالله پرهر او ترتضی بهبودي په شان یو شمېر نور فعالین او خبریالان هم پرته له دې چې د دوی د ساتلو د ځای، وضعیت او یا تورونو په  اړه مالومات ورکړي، نیولي دي.

نوموړي ویلي: «د بندیانو بشري حقونه، په تېره بیا د نیولو پرمهال د نیولو په لامل د پوهېدو حق، د دوی خلاف د هر ډول تور په اړه د چټکې خبرتیا حق او همداراز د کورنۍ غړو او حقوقي استازي ته د لاسرسي حق، باید رعایت شي.»

د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکي ټینګار کړی چې طالبانو د بشري حقونو د نړیوالو ژمنو پر بنسټ چې افغانستان یې هم غړی دی، مکلف دي چې د بیان، عقیدې او سوله ييزو غونډو د آزادۍ حق ته درناوی وکړي او هغه تضمین کړي او همدارنګه د زده کړو او کار حق ته د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي.