افغانستان

مطیع الله ویسا څوک دی او ولې نیول شوی؟

Education activist Matiullah Wesa.

د زده کړو فعال او د قلم لارې بنسټ مسوول، یکشنبې د روان هجري لمریز کال د وري په شپږمه د خپل بنسټ د رضاکاره نجونو د یوه تصویري پیغام په خپرولو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

دا وروستی تصویري پیغام دی چې مطیع الله ویسا د بې سوادۍ په وړاندې مبارزه او د نجونو لپاره ښوونځیو د بېرته پرانیستو په اړه د غوښتنې په اړه یې خپور کړی دی. خو ښايي هغه نه پوهېده دا هڅې یې یوه ورځ زندان ته رسوي.

خو طالبانو د دغې ویډیو له خپرېدو یوه ورځ وروسته هغه نیولی دی.

د مطیع الله ویسا ورور عطاءالله ویسا آمو ته وویل چې طالبانو په کابل کې د دوی کور کلابند کړی او وروڼه یې سمیع الله او ولي محمد یې وهلي ټکولي او مور ته یې سپکې سپورې ویلې دي. هغه وايي چې طالبانو د ښاغلي ویسا ټلیفونونه په زور ترې اخیستي دي.

مطیع الله ویسا او وروڼو یې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د کندهار په معروف ولسوالۍ یو ښوونځی جوړ کړ، خو څه موده وروسته یې ښوونځی د ناپېژانده کسانو له خوا وسوځول شو. له هغې وروسته نوموړي او وروڼو یې په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې په کندهار کې د قلم لار بنسټ جوړ کړ.  

عطاءالله ویسا آمو ته وایي چې اوس د قلم لار بنسټ په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او فراه کې ۳۵ کورني ښوونځي لري.

د مطیع الله ویسا په مشرۍ د قلم لار بنسټ په تېرو نولسو میاشتو کې توانېدلی و د قومي مشرانو په منځګړیتوب په بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو لپاره سل ښوونځي پرانیزي.

د قلم لار بنسټ اېښودونکي، مطیع الله ویسا په تېرو څوارلسو کلونو په تېره بیا وروستیو نولسو میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، ولایتونو ته په سفر سره زده کوونکو ته کتابونو وېشلي او له قومي مشرانو یې غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو لپاره ورسره همکاري وکړي.

دغه بنسټ اوس ۳۱۰۰ ته رضاکاره غړي لري.

ښاغلی ویسا ۳۱ کلن دی او د حقوقو په څانګه کې یې په نوي ډيلي کې له همدرد جامعې (جامعه ملیه اسلامیه) څخه لیسانس سند لري.

عطاءالله ویسا وایي چې طالبانو تراوسه د هغه د ورور د نیولو په اړه د دوی کورنۍ ته خبر نه دی ورکړی، خو هغه په وینا طالبانو د زده کړو په برخه کې د مطیع الله ویسا د هڅو له امله نوموړی نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته وویل چې د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا د «ناقانونه» قعالیتونو له امله نیول شوی دی.

د طالبانو ویاند وویل چې ښاغلی ویسا د «تحریکوونکو» او «خپلسرو» ناستو د ترسره کولو له امله د دې ډلې د استخباراتو له خوا نیول شوی خو له پلټنو وروسته به خوشی شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد په یوه ټویټ کې ویلي چې د مطیع الله ویسا فعالیتونه «شکمن» وو او طالبان حق لري دا ډول کسان ونیسي. نوموړي د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په وړاندې پراخ غبرګونونه «د یوې پراخې دسیسې نښه» بللې ده.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نالوستۍ په وړاندې د مبارزې او د زده کړو په تېره بیا ښځو د زده کړو لپاره هڅې دا ډول د واکمنو له خوا ځپل کېږي. له دې مخکې طالبانو د ښځو د اعتراضونو مخنیوي په وړاندې اعتراض کوونکې مېرمنې هم نیولې وې.