افغانستان

له افغانستانه د وتلو څرنګوالی د جمهوري‌غوښتونکو د پام وړ موضوع

په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او پر هېواد د طالبانو واکمنېدو د امریکا ولسمشر جو بایډن له ډېرو نیوکو سره مخ کړی، ټاکل شوې چې د راتلونکې زېږدیزې میاشتې په نیمايي کې سپينه ماڼۍ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یو بشپړ راپور د دغه هېواد د استازو جرګې ته ولېږي.

په همدې حال کې یو شمېر دیپلوماتانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په تړاو د راپور جوړولو په اړه د سپینې ماڼۍ پرېکړه، د دغه هېواد د راتلونکو ټاکنو لپاره سیاسي ګټه اخیسته بولي.

پولنډ کې د افغانستان سفیر طاهر قادري په دې اړه وایي: «جمهوري‌غوښتونکي یو ډول غواړي ټوله ګرمه د بایډن پر غاړه واچوي. اخوا د بایډن دولت ادعا کوي چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتلو د دغه هېواد په ملي امنیت کې ښه‌والی راوستی او هغوی توانېدلي خپله انرژي پر هغه څه ولګوي چې په راتلونکي کې یې د پېښېدو اټکل کېږي. د دغه راپور محتوا هر څه چې وي دواړه لوري ګرم دي. جمهوري‌غوښتونکي د هوکړه‌لیک د لاسلیکولو او ډیموکراتان له افغانستانه د کړکېچنو وتلو له امله.»

جمهوري‌غوښتونکي چې اوس‌مهال د امریکا د استازو جرګې مشري پر غاړه لري، له افغانستان څخه د شاتګ په اړه د بایډن د کړنلارې د څرنګوالي په هکله څېړنې پیل کړې او جمهوري‌غوښتونکو قانون جوړونکو د هغه څه د پلټنې په لټه دي چې «د پام وړ» ماته یې بولي.

د نړیوالو اړیکو شنونکي په دې باور دي چې جمهوري‌غوښتونکي له ډېرو ډیموکراتانو سره یو ځای له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د د ایستلو لپاره د ولسمشر بایډن پرېکړه یوه تاریخي لاسته راوړنه بولي.

د بهرنیو چارو وزارت مخکینۍ دیپلوماته اصیلا وردګ وایي: «امریکا باید ځواب ووایي. هغوی په لوړ لګښت افغانستان ته ولاړل او سلګونه تنه سرتېري یې ووژل شول. هغوی له ترهګرو سره د مبارزې لپاره ولاړل چې په دې برخه کې کومه لاسته راوړنه نه لرې.»

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګسټ میاشت کې د ترسره شوې ټول‌پوښتنې له مخې، ۷۰ سلنه ډیموکراتانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه بللې وه، په داسې حال چې ۶۴ سلنه جمهوري‌غوښتونکو دغه پرېکړه ناسمه وبلله.

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور د دغه هېواد ۲ زره او ۳۰۰ سرتېري قرباني کړل او ۱ ټریلیون ډالر لګښت پرې وشو.