افغانستان

د اوبو کموالی او د سرې لوړه بیه کندز کې د کروندګرو اصلي ستونزې

کندز کې کروندګر وایي، که څه هم په تېرو میاشتو کې د واورې او باران ورېدو شاهد وو، خو بیا هم د اوبو له کموالي سره مخ دي او کروندې یې د هوا د یخنۍ له امله زیانمنې شوې دي.

کندز کې یو کروندګر جمال ناصر د خپلو کروندو لپاره د پوره اوبو له نشتوالي سرټکوي او وایي، چې د اوبو د نشتون له امله له جنراتور څخه په ګټې اخیستو خپلې ځمکې خړوبوي او دغه وضعیت له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه په دوام کې وویل: «سږ کال د تېرو کلونو په پرتله زیات بارانونه هم وشول. خو بیا هم اوبه کمې دي. موږ امکانات نه لرو. سره ګرانه ده، مخکې یو من سره په زر افغانۍ وه؛ خو اوس په ۳ زره افغانۍ شوې ده. د ځمکو حاصلاتو ته هیله‌من نه یو او پرې لګول شوې پیسې هم نه پوره کوي.»

د کندز ولایت کروندګر همداراز وایي، چې د کیمیاوي سرې د بیې لوړوالی، د سړو خونو نشتون او د کرنیزو تولیداتو د پلور لپاره د بازارموندنې نشتوالی د دې لامل شوی چې هغوی ته درانه زیانونه واوړي.

کندز کې یو کروندګر، عبدالبشیر وایي کابو اووه میاشتې کېږي چې ځمکو ته یې اوبه نه دي رسېدلې او له همدې امله له ګڼو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.

عبدالبشیر وویل: «زموږ ځمکې د حاصلاتو لپاره اوبو ته اړتیا لري. موږ اړ یو چې له جنراتور څخه په کار اخیستو له ژورو څاه‌ګانو اوبو راوباسو چې ډېر ګران راته تمامېږي. تېل هم ګران دي زموږ حاصلات چندان ښه نه دي.»

کندز چې د افغانستان په کندو مشهور دی کروندګر یې د جګړو او پرله‌پسې وچکالۍ او همداراز د سېلابونو په پایله کې د کرنیزو کانالونو د تخریب له امله له اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

کندز کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې هغوی هڅه کوي په راتلونکي کال کې د کروندګرو پروړاندې شته ستونزې او خنډونه له منځه یوسي.

کندز کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس امان‌الله حسن وایي: «سږ کال لکه څنګه چې تمه کېده ونه‌توانېدو په بېلابېلو برخو کې د کروندګرو ستونزې هوارې کړو. خو هیله‌من یو چې په راروان کال کې د کروندګرو ستونزې حل کړو.»

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي چې هر کال کروندګر شکایت کوي د شته ستونزو له امله یې کرنیز تولیدات ښه بازار نه لري او د سړوخونو نشتون هم د دې لامل ګرځېدلی چې محصولات یې خراب شي او له دې اړخه میلیونونه افغانۍ زیانمن شي.