افغانستان

افغان مېرمنې د ښځو حقونو د فعالانو او بهرنیو دیپلوماتانو د ناستې د بحث وړ موضوع

نصیر احمد فایق، د امریکا پر وخت چهارشنبې مازدیګر مهال د افغانستان د ښځو د حقونو له فعالانو، د افغان ښځو او نجونو په چارو کې د ښځو د امریکا له استازې رینا امیري او په ملګروملتونو سازمان کې له یو شمېر دیپلوماتانو سره د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې له امله ګډه ناسته کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د ننني وضعیت اصلي قرباني ښځې دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مسوول نصیر احمد فایق په دې ناسته کې وویل: «نن د افغانستان خلک له ګڼو بشري، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ناورینونو سره مخ دي، چې لامل یې د خلکو د غوښتنو پربنسټ یوه ځواب ویوونکي، مسوول، کارنده او ټولګډونه حکومتي سیستم په جوړولو کې د طالبانو ناکامي ده.» 

هغه دې ته په اشارې سره چې د طالبانو سختو قوانینو د افغانانو د ژوندانه پر ټولو برخو سیوری غوړولی، زیاته کړه: «د رسنیو له محدودیتونو نیولې بیا په هېواد کې د وزګارۍ تر زیاتېدو پورې، د دې بهیر اصلي قرباني افغان مېرمنې دي.»

فایق ټینګار کړی: «د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د طالبانو له جبري واکمنېدو راهیسې، په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو د پیاوړتیا او جنسیتي برابرۍ په شان د افغانستان ډېری لاسته راوړنې د طالبانو له خوا له منځه تللې دي او ښځې او نجونې د طالبانو د سختو قوانینو او تګلارو اصلي قربانيان دي.»

هغه په ​​ډاګه کړه، چې افغان ښځې او نجونې په یوازې له طالبانو سره د مبارزې مسوولیت پر غاړه لري. ښځو په تېر يو نيم کال کې په ټول هېواد کې لسګونه لاريونونه کړي دي. لاريونونه چې د يو شمېر افغان مېرمنو د وهلو، نيولو او شکنجه کېدو لامل شوي دي.

له بلې خوا، ښاعلی فایق وایي: «د افغانستان د زړورو ښځو او نجونو غږ باید واورېدل شي او د هغوی له برحقه مبارزو ملاتړ وشي.  د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه، د ملګرو ملتونو سرمنشي، مرستندویه هېوادونه، نړیوال بنسټونه او د مدني ټولنې بنسټونه ګډ او اخلاقي مسوولیت لري چې د همغږۍ، یووالي او کوټلو اقداماتو له لارې له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.»

د افغان میرمنو غږ باید واورېدل شي

د دې ناستې په دوام کې د افغان ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم ټینګار وکړ چې له افغان ښځو سره باید مستقیمې مرستې وشي او د هغوی غږ واورېدل شي.

هغې ادامه ورکړه: «په ځلونو مې له افغان مېرمنو اورېدلي چې وايي زموږ له اړخه خبرې مه کوئ، پرېږدئ چې د ځان له خوا خبرې وکړو، له طالبانو سره خبرې وکړو. په هره غونډه کې چې د افغانستان په اړه خبرې کېږي، نه یوازې د افغان مېرمنو پر حقونو، بلکې افغان مېرمنې باید د خبرو مېز ته حاضرې شي. دا هغه پیغام دی چې ما له نړیوالې ټولنې او طالبانو سره په هره ناسته کې ترلاسه کړی او زما په اند دا هغه پیغام دی چې موږ یې هم باید ولرو او دفاع یې وکړو.»

امیري ټینګار وکړ: «موږ د افغان مېرمنو د اقتصادي مقاومت صندوق او ایتلاف جوړ کړی چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عامه او خصوصي مشارکت رامنځته کوي. له ډېرو افغانو مېرمنو مې اورېدلي چې دا ډول ملاتړ ته هم اړتیا ده. په دواړو برخو کې په ټوله نړۍ کې له مشرتابه سره د مشارکت او هم د افغان مېرمنو د مستقیم ملاتړ لپاره د لارو موندلو په برخه کې.»

موږ له ښځو پرته بل څوک نه شي درک کولای

د ناستې ګډون والو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله یوازې د زده کړې او کار نه ده، بلکې ښځې او نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ښځو د حقونو فعالې او پخوانۍ دیپلوماتې اصیلا وردک وویل: «نن د ملګرو ملتونو دروازې ته ننوتل اسانه کار نه و، ځکه مو د لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو په غم او اوښکو خبرې وکړې. دا اسانه نه ده، هېڅوک موږ نه شې درک کولاي، پرته له ښځو دا یو اسانه حالت نه دی. زه غواړم د اوکراین او ایران له خپلو خویندو سره خپله غم شریکي وکړم، ځکه چې دوی هم هماغه ستونزې او ورته جرمونه لري چې زه او زما خویندې په افغانستان کې ورسره مخ یو.»

په ملګرو ملتونو کې د ايرلنډ د دايمي استازي مرستيالې مارتين ګاليګر ويلي، چې طالبان بايد د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکړي.

هغې ټینګار وکړ: «د طالبانو د کړنو په اړه باید قضاوت وشي او دا هغه څه دي چې موږ تل ویلي او زه فکر کوم چې موږ وینو چې دوی څه کوي او همداسې هم نه دي. دوی وویل ټاکل شوې دا کار وکړي او باید جواب ویوونکي وي او موږ باید هر څه مو چې له لاسه کېږي ترسره یې کړو.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول او د نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره دغې ډلې د افغان ښځو او نجونو په اړه خپله تګلاره بدله نه کړه. په همدې حال کې د افغانستان خلک له ګڼو بشري، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ناورینونو سره مخ دي او د دې لامل د خلکو د ارادې پربنسټ د یوه ځواب ویونکي، اغېزناک، مسوول او هر اړخیز حکومتي سیستم په رامنځته کولو کې د طالبانو پاتې راتلل دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له خوا پر افغانستان له جبري واکمنۍ راهیسې، په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو د ځواکمنیو او جنسیتي برابرۍ په ګډون د افغانستان ډېری لاسته راوړنې د طالبانو له خوا له منځه تللې او ښځې او نجونې د طالبانو د سختو قوانینو او تګلارو اصلي قربانيان دي.