ښځې

غور کې روغتيائي خدماتو ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی

په غور ولایت کې يو شمېر ناروغې او امیندوارې مېرمنې وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې په دغه ولایت کې روغتيائي چوپړتیاوو ته د مېرمنو لاسرسی کم شوی دی.

۲۴ کلنه امېدوارې روقيې، چې د فېروز کوه له الله يار سيمي د غور ولایتي روغتون ته راغلې وایي، د کمو روغتيائي امکاناتو له امله نه پوهېږي، چې ماشوم یې د څو مودې دی.

روقيه چې له خپل روغتيائي حالته ناخوښه ده وایي: «له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، د خلکو حالت خراب شوی زموږ د استوګنې په ځای کې نه ډاکټر شته نه هم درمل او نه هم ښځينه داکټره، چې له همدې امله ډېر کله اړ کیږو، د غور ولایتي روغتون ته راشو.»

د غور اوسېدونکې روقيه، چې يو بل ماشوم هم لري وایي غواړي د دوهم ماشوم مور شي، خو په خبره یې د لوږې، بې وسۍ او کمو روغتيائي اسانتياوو له امله نه پوهېږي، چې دوهم ماشوم به یې څنګه دې نړۍ ته راځي.

د غور د دولت يار ولسوالۍ اوسېدونکې فريبا بله اميدواره مېرمن ده، چې په خپله ولسوالۍ کې له کمو روغتيائي خدمتونو شکایت لري.

فريبا وایي، امیندوارې مېرمنې په دوامداره توګه روغتيائي پالنې ته اړتیا لري، خو د روغتيائي خدمتونو د کمښت له امله دوی له دې چارې بې برخې دي.

فريبا وویل: «زموږ په سيمه کې هم کلينيک او ډاکتر نشته په داسي حال کې، چي مېرمنې په مياشت کې يو ځل روغتيائي معاينې ته اړتیا لري، چې له همدې امله زياتې مېرمنې د زېږون پر مهال له ستونزو سره مخ وي او ان په ځينو مواردو کې مور يا هم ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

غور کې يوازې امېنداورې مېرمنې نه دي، چې په دغه ولایت کې له کمو روغتيائي چوپړتیاوو شکایت لري، بلکې ځينې نورې ناروغې مېرمنې هم له کمو روغتيائي خدماتو شکایت لري.

د مريم په نوم د فېروز کوه اوسېدونکې د امو ټلویزون خبريال ته وویل: «پخوا ناروغانو ته رسېدنه ډېره وه، خو د طالبانو په راتګ سره روغتيائي خدمات کم شوي دي.»

غور ولایت کې مېرمني داسي حال کې د روغتيائي خدمتونو له کمښته شکایت کوی، چې د ځينو روغتياپالانو په خبره پر ښځينه داکټرانو د طالبانو لخوا لګول شوي بندیزونه ددې لامل شوي، چې روغتیائي خدمتونو ته د مېرمنو لاسرسی کم شي.

فېروز کوه کې يوه روغتيا پاله د نوم نه ښودلو په شرط وايي: «له بده مرغه د ښځينه داکټرانو منځ کې ناهيلي زياته شوې ده، زياتو ښځينه روغتيا پالانو د طالبانو د محدوديت له امله خپلي دندي پريښي او له هېواده بهر وتلي، چې له همدې امله د غور په دولتي روغتيائي مرکزونو کې د داکټرانو شمېر کم دی، چې دا ستونزه یوازې په غور کې نه بلکي په ټول افغانستان کې شتون لري.»

د غور په ولایتي روغتون کې يوه ښځينه داکټره هم روغتيائي خدمتونو ته د مېرمنو کم لاسرسی مني او وایي: «په اوسنيو شرايطو کې نه یوازې مېرمنو بلکې نارينه ډاکترانو ته هم کار کول سخت شوي دي.»

هغه زیاتوی: «موږ تل د طالبانو لخوا په روغتون کې تر څارلاندې يو، د داکټرانو شمېر مو يوازې دوه يا هم درې تنه دی، چې هغوی به چاته رسېدنه وکړي، د ښځينه ناروغانو شمېر په ورځيني ډول له ۵۰ څخه تر ۶۰ تنو پوري دی، زموږ شمېر او معاش کم، خو کار بيا زيات دی، روغتون کې ان يوه متخصيصه داکټره هم نه لرو.»

غور کې ښځينه روغتياپالاني وایي، چې دوی اوس نشي کولای، د دې ولایت کليوالو سيمو ته ولاړ او د مېرمنو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

روغتياپالاني وایي، په کليوالو سيمو کې زياتې مېرمنې ژوند کوي او غيرنارمل زېږونونو له امله ډېرکله مېرمنې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی وایي، د هغو ماشومانو او مېرمنو دقيق شمېر په واک نه لري، چې د زېږون پر مهال يې ژوند له لاسه ورکړی.

غور کې د طالبانو ځايي مسئولينو د روغتيا پالانو لخوا له ناروغانو سره د ناسم چلند ادعا ردوي او وایي، ټول روغتيائي کارکونکي هڅه کوي، چې خلکو ته غوره روغتيائي خدمات وړاندې کړي.

غور د هېواد له ليرې پرتو ولایتونو څخه دی، چې زيات شمېر اوسېدونکي یې روغتيایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د غور د اوسېدونکو په وینا په دغه ولایت کې د کمو روغتيائي خدماتو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.